کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۱): نن د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳ یمه کلیزه ده؛ پژواک خبري اژانس د دغې ورځې مبارکي په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايي.
افغانانو ۱۰۳ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ کال د زمري پر ۲۸مه، د وخت پاچا غازي امان الله خان په مشرۍ له انګریزانو څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
دغه ورځ به په تېرو وختونو کې په شاندارو او لویو غونډو کې نمانځل کېده، خو تر هغه وروسته چې د ۱۳۸۷ کال د غويي په اتمې د مجاهدینو د بریا نمانځلو پر غونډه وسلهوال برید وشو، دولتي چارواکو د خپلواکۍ ورځ په لنډو مراسمو نمانځلې.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن