پلخمري (پژواک، ٢٩ زمرى ١٤٠١): د بغلان د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ٢٧٣ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې د یادو ښوونځیو ١٥٥٤٢١ زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د بغلان د پوهنې ریاست مرستيال مولوي عبدالودود د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ٥٨٨ ښوونځيو له ډلې ٢٧٣ يې ودانۍ نه لري.
هغه وويل چې د يادو ښوونځيو ودانيو نشتوالي له امله ١٥٥٤٢١ زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
دغه راز د بغلان د پوهنې رياست د مالي او اداري چارو مسوول مولوي مخدوم سراجالدين سيرت د يادې ستونزې په تاييد سره پژواک ته وويل چې دا مهال د اوو ښوونځيو ودانۍ تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به يې د يو شمېر زدهکوونکو ياده ستونزه هواره شي.
د نوموړي په وينا، يو شمېر موسسو ته يې د ښوونځيو ودانيو جوړولو په برخه کې هم وړانديزونه ورکړي خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.
دغه راز په بغلان کې د عبدالرحمن بن عوف ښوونځي سرښوونکي فضلالرحمن انصاري پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې د دغه ښوونځي زدهکوونکي د ونو او ديوالونو سيورو ته زدهکړې کوي.
هغه وايي: «په تېرو کلونو کې مې څو ځلې د ښوونځي ودانۍ لپاره پوهنې رياست او ځينو موسسو ته وړانديزونه وکړل يو څه اداري کارونه یې مخې ته ولاړل خو عملي چارې يې پيل نه شوې.»
سرښوونکی فضل الرحمن انصاري وايي، که چېرې کوم ښوونځى ودانۍ ونه لري نو زدهکوونکي يې نه شي کولاى په ارام زړه او سمه توګه زدهکړې وکړي.
په ورته وخت کې د بغلان د ډنډ شهابالدین سیمې د بيبي اینې لېسې مدیر نورالحق وایي چې لېسه یې یو څو زړې خونې لري خو د ګټې اخیستنې وړ نه دي.
نوموړي وويل چې په دې لېسه کې د ١٨ ټولګیو زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د همدې لېسې د ١١ ټولګي زدهکوونکي اخترمحمد پژواک ته وويل، کلونه کېږي چې د ونو سیوري ته زدهکړې کوي.
هغه پژواک ته وویل: «په مني موسم کې ځیني وخت د باران له امله ښوونکي د څو ټولګیو زدهکوونکي یو ځای کړي او په دوبي کې د ونو او دېوالو سیورو ته چې د زدهکړو لپاره مناسب نه دي، درس وايو.»
د بغلان د پوهنې رياست مسوولين دا هم وايي چې د ښوونځيو ودانيو ترڅنګ د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو په برخو کې هم له ستونزو سره مخ دي چې د حل لپاره يې جدي هلې ځلې کوي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن