جلالاباد (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ترافيکې ګڼېګوڼې کمولو په موخه د ۱۷ کیلومتره په اوږدوالي نوی ۴۰ متره سړک جوړېږي.
دغه سړک د جلالاباد ښار د اوومې ناحيې اړوند له درونټې سيمې پيل او د اتمې ناحيې د ثمرخېلو تر سيمې جوړېږي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد د زمري په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ننګرهار ولایت مقام په ځانګړې لارښوونه د سیند پر غاړه نوی ۴۰ متره سړک جوړوي.
د نوموړي په وينا، د جلالاباد ښاروالۍ تخنیکي او سکټوري چارو ریاست د فني او تخنیکي ټیم له لوري د ياد سړک د لومړنۍ سروې چارې پيل شوې دي.
دی وايي، یاد سړک له درونټې تر ثمرخېلو پورې د ۴۰ مترو په سور او ۱۷ کیلومتره په اوږدوالي د سیند پر غاړه په اساسې ډول جوړېږي.
هغه زياته کړه: «یاده پروژه د جلالاباد ښاریانو لپاره نهایت ډېره مهمه ده؛ د جلال اباد ښاروالۍ رهبري به په خپل ټول توان هڅه وکړي چې څومره ژر کېږي، دا او دېته ورته نورې حیاتي پروژې پلې کړي، څو د ښار د پراختیا او ښکلا سبب وګرځي.»
بل لور ته جلااباد ښاريان د ياد سړک د ژر جوړېدو غوښتنه کوي.
د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د بابړيانو سيمې يوه اوسېدونکي عبدالواسيع پژواک ته وويل چې حکومت بايد هر څو ژر د ياد سړک جوړېدو لپاره اقدام وکړي.
هغه وايي: «د دغه نوي سړک په اوږدو کې ډېرى وخت کورونه د سېلاب له زيان سره مخ وي، که چېرې دغه سړک جوړ شي نو د خلکو لپاره د سېلاب خطر به هم کم شي.»
د کابل – جلالاباد لويې لارې يو موټرچلوونکی کمينګل وايي، له درونټې څخه تر جلالاباد ښار پورې سړک ډېر تنګ دى، ډېرى وخت پرې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.
هغه زياته کړه: «يوازې تېره يوه مياشت کې دوه ځلې د سېلاب له امله په نظراباد سيمه کې اوسنی سړک د ترافيکو پر مخ بند شوی چې نن هم د څو ساعتونو لپاره بند و.»
ده زياته ده کړه که چېرې د سيند غاړې سړک جوړ شي نو خلکو ته به ډېره اسانتيا برابره شي.
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، په لومړۍ سروې کې به دا په ډاګه شي چې د ياد سړک په جوړېدو څومره لګښت راځي، ډيزاين او د بودجې پيدا کېدو لپاره به يې له هغه وروسته هلې ځلې پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP