کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، هندۍ بورې، مالیزیایي غوړیو او عربي سرو زرو بیې ټیټې، خو د اوبلن ګازو، پاکستانۍ وریجو او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د نفتي توکو د بیو ټیټېدل
په کابل ښار کې د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژاس ته وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۸۹ څخه ۸۵ افغانیو ته او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۱۰۴ څخه ۹۷ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
همدارنګه د کابل ښار په کلوله «پشته سیمه» کې د اوبلن ګازو یوه پلورونکی محمدشریف وایي، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګازو بیه له ۶۸ څخه ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هندۍ بورې او مالیزیایي غوړیو بیې ټیټې شوې دي
په کابل ښار کې د خوراکې توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې عمده پلور بیه له ۳۳۰۰ څخه ۳۲۵۰ افغانیو ته او ۱۶ لیتره مالیزیايي غوړیو عمده پلور بیه له ۲۳۰۰ څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
خو هغه زیاته کړه، د ۲۴.۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه له ۳۰۰۰ څخه ۳۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وینا، د پاکستانۍ وریجو بیه په کابل کې له دې امله لوړه شوې چې په پاکستان کې هم لوړه شوې ده.
خو نوموړی وایي، نن لکه تېرې اووه ورځې د ۴۹کیلوګرامه قزاقي اوړه عمده پلور بیه ۲۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځینو توکو پرچو پلور بيې له عمده بیو سره په ځینو برخو کې لږ خو په ځینو مورادو کې ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یو پرچون پلورونکی حامد صوفيزاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۲۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۳۱۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۲۵۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلو افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده
د کابل ښار د لېسه مریم بازار د سرو زرو یوه پلورونکي محمدجاوېد وویل، نن لکه تېرې اووه ورځې، د یو ګرام ۷۵۰عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۳۰۰ څخه ۴۲۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه، خو د ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیې له ۳۳۰۰ څخه ۳۴۰۰ افغانیو ته لوړې شوې دي.
د کابل په سرای شهزاده کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۸۸،۴۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۰۰ افغانۍ پېرل کېږي.
د زمري په ۲۲مه، یو امریکایي ډالر په ۸۹ افغانیو پېرل کېده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۱۰ افغانۍ تبادله کېدلې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP