Language

کندهار کې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اته نور ژوبل شوي

کندهار (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): د کندهار مسوولین وايي، د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ ترمنځ لاره کې د دوو موټرو د ټکر له امله يو کس مړ شوی او ۸ نور ژوبل شوي دي.

د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه پر لویه لار د تخته‌پل ولسوالۍ اړوند سیمه کې نن ماسپښين شاوخوا درې بجې د دوو کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د ده په وينا، په دې پېښه کې د یوه موټر چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی او اته سپرلي ژوبل شوي دي.

هغه زیاته کړه، ژوبل شوي کسان د امنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې لا تر اوسه معلومات نشته.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.