منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اته نور ژوبل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): د کندهار مسوولین وايي، د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ ترمنځ لاره کې د دوو موټرو د ټکر له امله يو کس مړ شوی او ۸ نور ژوبل شوي دي.

د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه پر لویه لار د تخته‌پل ولسوالۍ اړوند سیمه کې نن ماسپښين شاوخوا درې بجې د دوو کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د ده په وينا، په دې پېښه کې د یوه موټر چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی او اته سپرلي ژوبل شوي دي.

هغه زیاته کړه، ژوبل شوي کسان د امنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې لا تر اوسه معلومات نشته.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار میرویس روغتون د مسوولینو معلومات هم تر لاسه کړي، خو هغوی ټېلیفون ته ځواب ورنه کړ.

خلک وایي، پر لویو لارو ترافیکي پېښې ډېری وخت د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د سړکونو خرابوالي له امله رامنځ ته کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې