Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د انګورو حاصلات ٢٤ سلنه ډېر شوي

مزارشریف (پژواک، ٣٠ زمری ۱۴۰۱): د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولايت کې څه باندې ۶زره ټنه انګور توليد شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٤ سلنه ډېروالى ښيي.

بل لورته په بلخ کې د انګورو له سږنیو حاصلاتو بڼوال هم خوښ دي، خو ټينګار کوي چې حکومت بايد د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار پيدا کړي.

د بلخ د کرنې رييس شمس‌الله ابو‌خالد د زمري په ٣٠ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې ٥٥٠٠ ټنه انګور توليد شوي وو خو سږ کال د انګورو د حاصلاتو کچه ٦٨٣٤ ټنو ته لوړه شوې چې ٢٤،٢ سلنه زياتوالى ښيي.

هغه وويل، د کرنې رياست د انګورو له بڼوالو سره د نباتي ناروغيو په تشخيص او درملنه کې مرسته کړې، نو ځکه يې د حاصلاتو کچه هم لوړه شوې ده.

ده زياته کړه چې سږ کال به د بلخ ولايت انګور يو شمېر ولايتونو ته واستول شي، خو بهر ته د صادرولو په برخه کې ځينې ستونزې شته دي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د ستونزو په هوارېدو سره به د بلخ ولايت ممیز بهرنيو هېوادونو ته واستول شي.

بلخوا بڼوال هم د انګورو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي.

يو بڼوال علم‌ګل پژواک ته وويل چې له اتو کلونو راهيسې د انګورو يو بڼ لري او سږ کال يې ښه حاصلات کړي دي.

دى وايي: «سږ کال ښه حاصلات شوي دي، کومې ناروغۍ هم نه دي خراب کړي خو د خرڅولو لپاره يې بازار نشته دى چې حکومت بايد په دغه برخه کې مرسته وکړي.»

دغه‌راز يو بل بڼوال بشیر پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ډېر دي، دانې یې غټې دي، مرض هم نه لري خو د خرڅلاو بازار یې سوړ دی او بهر ته یې د نورو کلونو په شان د صادرولو اسانتياوې نشته دي.

د يادونې ده چې په ځینو ولايتونو کې د ژورو څاه‌ګانو په کېندلو سره تر ډېره د کروندګرو د اوبو ستونزه هواره شوې او د حاصلاتو د زیاتېدو یو لامل دا هم ښودل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.