بامیان، سرپل، میدانښار (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): په بامیان، سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې د ښوونکو بستونو لپاره زرګونو کاندیدانو د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ.
د بامیان ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو امر سید رحمتالله هنون پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې په ټولیز ډول ۱۲۴ تش بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شوي وو چې له لومړنیو طیمراحلو وروسته، د ۷۱۷ ښځو په ګډون ټول ۲۱۷۵ کسان د څانګو مطابق او لازمو اسنادو سره پر شرایطو برابر وپېژندل شول.
هغه وویل، دغو متقاضیانو نن په یوه سالمه فضا له مرکزه د راغلي پلاوي په حضور کې ازموینه کې ګډون وکړ.
په دغه پروګرام کې یوه ګډونوال نجیبالله وویل: «د یوې ټولنې ثبات د هغې د اولادونو تعلیمي او روزنیز نظام پورې تړلی وي، له همدې امله د ښوونکي په توګه د یو شخص انتخاب او ګومارل د اهمیت وړ دی او دقت غواړي.»
هغه له مسوولینو وغوښتل څو د پروسې د روڼتیا او د خلکو د وړتیا په نظر کې نیولو سره لازمه پاملرنه ولري.
له بلې خوا، د ازموینو د ترسراوي کمېټې رییس پوهندوی رحیمالله زیرک په دې اړه پژواک ته وویل: «موږ ټولو ګډونوالو ته د دې پروسې د روڼتیا ډاډ ورکوو، هر څوک به د خپل لیاقت او وړتیا پر بنسټ په دغو خالي بستونو کې وټاکل شي.»
هغه زیاته کړه، دا چې دغه پروسه د ازموینو ملي اداره طی مراحل کوي، هيڅ ډول انساني لاسوهنه به پکې نه کېږي او د نومرو ورکوو پړاو به د ماشین په وسیله ترسره کېږي.
د یوه بل خبر له مخې، نن په سرپل ولایت کې هم د ۴۸۱ ښوونکو او د پوهنې اداري کارمندانو د استخدام لپاره، د کانکور ازموینه ترسره شوه.
د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني وویل: « د ۴۸۱ ښوونکو او پوهنې ریاست اداري بستونو لپاره ۱۸۰۰ ښځینه او نارینه داوطلبان سیالي کوي.»
هغه زیاته کړه: « له دغو ۴۸۱ بستونو سره په سرپل ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه نه هوارېږي، موږ له پوهنې وزارت څخه د ښوونکو ډېر نور بستونه غوښتي دي، څو ورسره په سرپل ولایت کې د ښوونو د کمښت ستونزه حل شي.»
په سرپل کې د ازموینو پلاوی رییس پوهاند میرهارون احمدي وویل، دغه ازموینه له نارینه او ښځینه داوطلبانو څخه په جلا جلا توګه په درېیو ورځو کې د سرپل لوړو زده کړو موسسه کې اخیستل کېږي.
د یوه بل خبر له مخې، نن په میدان وردګو ولایت کې هم د ښوونکو د جذبولو په موخه د کانکور ازموینه ترسره شوه.
د میدان وردګو د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نن (د زمري ۳۰مه) د وردګو پوهنتون په انګړ کې د ۱۳۲ بستونو د استخدام لپاره، د ۸۱ ښځو په ګډون له ۵۸۱ کسانو د ازموینې لړۍ پیل شوه او سبا به پای ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP