ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ٥٣٠زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

ننګرهار کې د ٥٣٠زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

author avatar
22 Aug 2022 - 15:43
ننګرهار کې د ٥٣٠زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه
author avatar
22 Aug 2022 - 15:43

جلال‌اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري په جلال‌اباد ښار کې د ۵۳۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.

مسوولين وایي، دغه ودانۍ ۳۰ خونې لري او پر لمريزې او عادي برېښنا سمباله شوې ده.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وياند فرهاداحمد ستانکزي د زمري په ۳۱مه پژواک اژانس ته وويل، د جلال‌اباد ښار اړوند د انګېزې شينوارې د نجونو لېسې نوې ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR ) په مالي لګښت جوړه شوه.

هغه زياته کړه، پر دغې ودانۍ ۵۳۰زره ډالر لګښت راغلی او په عصري بڼه جوړه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ياد ښوونځي ودانۍ ۲۸ درسي، دوې اداري خونې او اته مجهز تشنابونه لري.

ده وويل، دغه ودانۍ د لمريزې او عادي برېښنا منظم سيستم لري چې د زده‌کړو د بهير په اسانتيا کې به ډېر ګټور تمام شي.

نوموړی وايي، د ښوونځي ودانۍ نن پرانېستل شوې چې د ننګرهار د پوهنې رياست پر مسوولينو سربېره پکې د UNHCR ادارې استازو هم برخه اخېستې وه.

د پوهنې رياست وياند زياتوي چې د پوهنې رييس، د UNHCR ادارې له مسوولينو په جلال‌اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې د ورته نورو رغنيزو پروژو د پلې کولو غوښتنه هم وکړه.

د يادونې ده چې د ننګرهار ولايت نږدې نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي يې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.