ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال‌اباد ښاروالي: په تېر یو کال کې مو ۲۷۲ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي

د جلال‌اباد ښاروالي: په تېر یو کال کې مو ۲۷۲ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي

author avatar
23 Aug 2022 - 15:59
د جلال‌اباد ښاروالي: په تېر یو کال کې مو ۲۷۲ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي
author avatar
23 Aug 2022 - 15:59

جلال‎اباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د جلال‌اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، که څه هم د عوایدو کچه یې د نظام د تغيیر او کاروبار خرابېدو له امله د وړم کال په پرتله کمه شوې؛ خو بيا هم توانېدلي چې ۲۷۲ ميليون افغانۍ عوايد راټول کړي.

د ښاروالۍ چارواکي وايي، وړم کال دغه اداره توانېدلې وه چې په جلال‌اباد ښار کې د صفايۍ، قراردادونو او له خپلو نورو عايداتي سرچينو ۲۹۰ ميليون افغانۍ عوايد راټول کړي.

دا څرګندونې د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‎‌‌‌جان مراد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه وويل: «که څه هم له تحول وروسته په لومړيو کې موږ د عوايدو په برخه کې ستونزې لرلې او عوايد بېخي په ټپه ولاړ وو، نظام تغیير شوی و، نو په همدې اساس باندې د عوايدو برخه هم له کسر سره مخ وه خو بيا هم په تېر يو کال کې موږ ٢٧٢ ميليون افغانۍ عوايد راټول کړي دي.»

د ښاروالۍ وياند وايي، په تېر يوه کال کې د جلال‌اباد ښار د ګڼې‎ګوڼې مخنيوي لپاره هم په بېلابېلو لارو چارو کار شوی چې د ښار د داخلي پنځو ناحيو ډېرې برخې منظمې شوې او ښاري نظم رامنځته شوی دی.

مراد زياتوي چې د ښار په ډېرو برخو کې چې پخوا د سړک سر تختونو او کراچيو باندې لاسي پلورونکو توکي خرڅول، اوس ورته سلګونه فلزي غرفې جوړې شوې چې هم ورسره ښار منظم شوی او هم ورسره د ښاروالۍ عوايد ډېر شوي دي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‎جان مراد دغه راز وويل، پخوا له ښاروالانو سره د بودجې صلاحيت موجود نه و، خو اوس دغه ستونزه حل شوې او هڅه کېږي چې را روان کال په ښار کې رغنيزې چارې هم زياتې شي.

دی زياتوي چې له يوه نړۍوال بنسټ سره خبرې روانې دي او په نږدې وختونو کې به د جلال‌اباد ښار په شپږمه، اوومه، اتمه او نهمه ناحيو کې ۵۸ بېلابېلې رغنيزې پروژې پيل شي.

دی وايي: «دغه پروژې به د خلکو په غوښتنه د هغوی د اړتيا مطابق عملي کېږي.»

د ښاروالۍ وياند په ښار کې د کانالیزاسيون نشتوالي په اړه وويل: «په تېر کې دغې چارې ته پاملرنه نه ده شوې خو اوس زموږ د ساختمان امريت په دې برخه کار کوي څو يوه حل لار پيدا کړي.»

خو بختي‌جان مراد وايي چې د ننګرهار د کانالیزاسيون جوړول لږ تر لږه ٢٠ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.

د مراد په وينا، په تېر کې يو شمېر موسسو هم د ښار د پراختيا، رغونې او تنظيم لپاره کار کاوه خو اوس د تېر نظام له سقوط سره يادو موسسو کارونه بند کړي او يوازې د ښاروالۍ له خپلو عوايدو په ښار کې ځيني کارونه روان دي.

Visits: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.