ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاسپورټ ریاست: تر درې میلیونه زیات پاسپورټونه د چاپ په حال کې دي

د پاسپورټ ریاست: تر درې میلیونه زیات پاسپورټونه د چاپ په حال کې دي

author avatar
23 Aug 2022 - 18:07
د پاسپورټ ریاست: تر درې میلیونه زیات پاسپورټونه د چاپ په حال کې دي
author avatar
23 Aug 2022 - 18:07

کابل (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د پاسپورټ ریاست د ۷۱۴زره پاسپورټونو د وېش او له دغه مدرکه د څه باندې ۴میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکوي او وایي، تر راتلونکې یوې میاشتې په ورځنۍ کچه د پاسپورټونو د وېش شمېر له ۴زره څخه ۱۰زرو ته لوړوي.

د پاسپورټ عمومي ریاست مرستیال شېرشاه قریشي نن (د وږي لومړۍ نېټه) په کابل کې «ملت ته د دولت حساب ورکولو» ناسته کې، د دغې ا دارې د تېر یوه کال لاسته‌راوړنو او فعالیتونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وایي، په تېر یوه کال کې ۷۱۴۳۳۷ جلد پاسپورټونه د انلاین او افلاین فورمو له لارې غوښتونکو ته وېشلي او له دغه مدرکه یې ۴۰۵۵۵۸۲۲۵۰ افغانۍ بانک ته تحویل کړي دي.

نوموړي وویل، په دغه موده کې ۱۵۰زره کسانو د پاسپورټ لپاره غوښتن‌لیکونه ورکړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې ۴۱۷۱ جلده پاسپورټونه د ویزې لپاره تمدید شوي چې له دغه مدرکه یې ۸۸۵۲۳۵ امریکالي ډالر او ۲۲۹۰۰ یورو عواید د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د هغه په وینا، د کورنيو چارو، ماليې او بهرنيو چارو وزارتونو په همکارۍ د ٣ ميليون پاسپورټونو قرارداد نهايي شوى او ډېر ژر به حکومت ته وسپارل شي.

سرچینې زیاته کړه، دوه میلیونه نور پاسپورټونه د کورنیو چارو وزارت له خوا وړاندیز شوي چې د تخنیکي ځانګړنو او نورو اړوند کارونو لپاره مالیې وزارت ته سپارل شوي دي.

قریشي وایي، دوی تر ډېره کچه په دغه ریاست کې له فساده مخنیوی کړی او جعل‌کاران او کمیشنکاران یې پېژندلي او له دندو یې ګوښه کړي دي.

هغه زیاته کړه: «د کمپيوټري پاسپورټونو د صدور د بهير له پيله تقریبا ٣٥٠ کسان د فساد، کميشنکارۍ او جعلکارۍ په تور نيول شوي او د دغه رياست د داخلي امنيت او استخباراتو رياست له لارې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.»

نوموړي یادونه وکړه، په نږدې راتلونکي کې به بهرنیو وګړو ته هم د ویزې تمدیدولو خدمات په انلاین بڼه پیل شي.

قریشي، د اوسنیو پاسپورټونو بدلول په الکترونیکي (چپ لرونکو) پاسپورټونو، په ټول هېواد کې د پاسپورټ غوښتنې انلاین فورم انکشاف، د بهرنیو وګړو د ویزې د غوښتنې د انلاین فورم فعالول او د پاسپورټ محصول انلاین ورکړې په موخه «د افغانستان بانک» سره د پاسپورټ سیستم نښلول د راتلونکي لپاره د دغه ریاست له کارونو یاد کړ.

هغه زياته کړه، دغه رياست په پلان کې لري چې د پاسپورټ سایټونو شمېر څلورو ته لوړ کړي او اوس دغه رياست هره ورځ څلور زره پاسپورټونه وېشي، خو په پلان کې لري چې تر راتلونکې میاشت دغه شمېر لس زرو ته ورسوي.

Views: 87

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.