Language

د دايکنډي اوسېدونکي ادعا کوي چې له دوو مياشتو راهيسې برېښنا نه لري

نیلي (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار یو شمېر اوسېدونکي او کسبګر ادعا کوي چې له دوو میاشتو راهیسې برېښنا نه لري.

د دغه ولایت چارواکي پر نیلي ښار د برېښنا د پرې کېدو لامل د «سوختوګ» بند د اوبو کمېدل بولي.

هټۍوال ټینګار کوي چې د بریښنا نشتوالي له امله یخچالونه یې بند شوي او هره ورځ ډېری توکي خرابیږي.

ناصر چې په نيلي ښار کې قصابي لري وايي، د روان کال په لومړیو کې د برېښنا رسولو وضعيت ښه شوى و او بلخوا، د برېښنا بيه هم نيمايي ته راټيټه شوې وه، خو اوس نږدې دوه مياشتې کېږي چې پر ښار په دوامداره توګه برېښنا پرې شوې ده.

login or register a new account.