منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دايکنډي اوسېدونکي ادعا کوي چې له دوو مياشتو راهيسې برېښنا نه لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۷۶ کتنې

نیلي (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار یو شمېر اوسېدونکي او کسبګر ادعا کوي چې له دوو میاشتو راهیسې برېښنا نه لري.

د دغه ولایت چارواکي پر نیلي ښار د برېښنا د پرې کېدو لامل د «سوختوګ» بند د اوبو کمېدل بولي.

هټۍوال ټینګار کوي چې د بریښنا نشتوالي له امله یخچالونه یې بند شوي او هره ورځ ډېری توکي خرابیږي.

ناصر چې په نيلي ښار کې قصابي لري وايي، د روان کال په لومړیو کې د برېښنا رسولو وضعيت ښه شوى و او بلخوا، د برېښنا بيه هم نيمايي ته راټيټه شوې وه، خو اوس نږدې دوه مياشتې کېږي چې پر ښار په دوامداره توګه برېښنا پرې شوې ده.

د هغه په ​​وينا، نه يوازې په ښار، بلکې د استوګنې په کورونو او دولتي ادارو کې هم برېښنا نشته.

هغه چې قصاب دى وايي، هره ورځ يې د پلور لپاره ډېره غوښه راوړي، خو د برېښنا د نشتوالي له امله یې يخچالونه بند دي او نيمايي غوښه خرابېږي.

د ناصر په خبره، له دې امله چې اسمان ټوله ورځ ورېځ وي، د سولرونو له لمريزې برېښنا هم کار نه شي اخيستل کېدای.

بلخوا د دایکنډي په مرکز کې یو بل هټۍوال محمدعیسی هم د خپل پېر او پلور کچه په برېښنا پورې تړلې بولي.

هغه وويل:«اوس پېر او پلور ډېر کم دى، د برېښنا نشتوالي د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې کړې او ډېری مشروبات او نور توکي چې بايد په يخچالونو کې وساتل شي، د برېښنا د پرې کېدو له امله خرابېږي او پېرېدونکي یې نه اخلي.»

هغه څرګنده کړه چې دغه کار د دوى پر کاروبار او عوایدو منفي اغېز کړى او د پېرېدونکو د کمښت لامل شوى دى.

د نيلي اوسېدونکي د دايکنډي له مسوولينو غواړي چې له هر ډول ممکنې لارې په کار اخیستو په ښار او بازار کې برېښنا فعاله کړي، څو له دې امله خلکوته را ولاړې ستونزې هوارې شي.

د دايکنډي د والي د دفتر رييس محمدنور خليل وويل: «د سوختوګ بند د اوبو د کمېدو له امله له دې بنده د برېښنا رسول ناشوني شوي او له بلې خوا د برېښنا د امریت دوه لوی جنراتورونه چې مخکې فعال وو، اوس خراب شوي دي.»

هغه زياته کړه، له کابله دایکنډي ولايت ته يو شمېر تخنيکي انجنيران راغلي او هڅه کوي چې ويجاړ شوي جنراتورونه بېرته ترميم کړي او د دغو جنراتورونو تر ترميم وروسته به په ښار او نيلي بازار کې برېښنا بېرته فعاله شي.

خليل وويل، اوس له دوو ورځو راهيسې یوازې په رسمي ساعتونو کې دولتي ادارو ته برېښنا نښلول شوې ده.

د يادونې ده، له دې امله چې دايکنډي يو غرنى ولايت دى او په کافي اندازه اوبه نه لري، نو د برېښنا د ډېرو بندونو فعالول په کې شونی نه دی. خو پر دې سربېره هم د دايکنډي په مرکز کې د سوختوګ اوبو د بند جوړېدو چارې تېر کال د پسرلي په لومړيو کې بشپړې شوې وې، خو د اوبو دغه بند يوازې د ژمي او پسرلي موسمونو کې د برېښنا د توليد وړتيا لري او په اوړي کې د اوبو د کمېدو له امله غير فعاله وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه