[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډې یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې پر حکومت د شرکتونو پورونو لپاره طرحه جوړه کړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې څلورمه غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
په راپور کې راغلي، په دې غونډه کې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت د سرپرست مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو او د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست او د کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د هغو شرکتونو په اړه چې حکومت يې پوروړی دی، د پورونو د ستونزو د حل لپاره طرحه جوړه او د کابینې غونډې ته يې وړاندې کړي.
سرچینې زیاته کړې، همدارنګه د پوهنې وزارت د سرپرست شیخ نورالله منیر په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د دعوت او ارشاد ریاستونو لپاره د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له خوا جوړ شوی نصاب په غور سره وګوري او په اړه يې خپل نظر د کابینې په ناسته کې شریک کړي.
د کابینې په دې غونډه کې اداري کمېسیون ته هم دنده سپارل شوې چې د یو شخص په نوم له یوې ډېرو تذکرو لغوې یا هم په کاغذي تذکرو کې د نوم، تخلص، ولایت او د عمر اصلاح کولو په اړه جوړ شوی طرزالعمل بشپړ وڅېړي او خپل نظر د کابینې په غونډه کې شریک کړي.
د یادونې ده، د مالیې وزارت تېره میاشت ویلي وو چې د افغانستان مخکني حکومت د بېلابېلو ودانیزو پروژو څه باندې سل میلیارده افغانۍ پورونه په مېراث ورته پاتې دي چې د وزارت په خبره، ورکړې ته یې ژمن دي، خو لومړی باید ځان د دې پروژو د کیفیت او فزیکي شتون په اړه ډاډه کړي.
د مالیې وزارت دغه څرګندونې داسي مهال دي چې د افغانستان د ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ټولنې د خپلو هغو پورونو غوښتنه کړې چې له مودو راهیسې یې پر سکټوري وزارتونو پاتې دي.
دغې ټولنې په یو لس مادهيیز پرېکړهلیک کې له سرپرست حکومته غوښتي چې د ترسره شوو پروژو پیسې یې ورکړي، د مالي حسابونو او بهر ته د تګ بندیزونه ترې لرې کړي.
دغه راز د افغانستان د سوداګرو او پانګهوالو ټولنه ادعا کوي چې مخکنی حکومت يې د تامیناتو، حوالو او بانکي تضمینونو له درکه ۶۰ میلیارده افغانۍ پوروړی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP