ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافیکي سرغړونه؛ د امریکا د کانګرېس د مشرې خاوند پر پنځه ورځې بند محکوم شو

ترافیکي سرغړونه؛ د امریکا د کانګرېس د مشرې خاوند پر پنځه ورځې بند محکوم شو

author avatar
24 Aug 2022 - 07:59
ترافیکي سرغړونه؛ د امریکا د کانګرېس د مشرې خاوند پر پنځه ورځې بند محکوم شو
author avatar
24 Aug 2022 - 07:59

اټلانټا (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د امریکا د کانګرېس یا د استازو جرګې د مشرې ‘نانسي پلوسي’ خاوند’ پل پلوسي’ په نشه کې د موټر چلولو د جرم له امله پنځه ورځې بندي او نغدي جریمه شوی دی.

د نانسي پلوسي خاوند پل پلوسي ۸۲ کلن دی او په ۱۹۶۳ کال یې له نانسي سره واده کړی دی.

د بي‌بي‌سي د خبر له مخې، پل پلوسي په محکمه کې منلې چې د مې میاشتې په ۲۲مه د الکول یا شراب له څښلو  وروسته د نشې په حالت کې یې موټر چلاوه او د سانفرانسیسکو شمال ته په نپا سیمه کې یې ټکر وکړ.

محکمې هغه پر پنځه ورځې بند او اووه زره ډالرو جریمه محکوم کړی، خو دا چې نوموړي لومړۍ شپه له پولیسو سره تېره کړې، هغه ورته دوه ورځې حساب شوې او  دوه ورځې بند ورته د ښه چلند له امله معاف شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د پنځمې ورځې بند په بدل کې به هغه اته ساعته ټولنیز خدمت کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی به د نشي په حالت کې د موټر چلولو خطرونو په اړه درې‌میاشتنۍ رونیزه دوره کې هم برخه اخلي.

پل پلوسي دا ترافیکي پېښه داسې مهال کړې وه چې د کلیفورنیا په اوکویل سیمه کې د ډیموکرات ګوند د یوه پېژندل شوي ملاتړي‌ له کوره چې د ده د ډېرو کلونو ملګری هم دی، خپل کور ته روان و.

د پولیسو په وینا، ښاغلي پلوسي خپل ۲۰۲۱ ماډل پورشې موټر له یوه جیپ موټر سره داسې جنګولی چې دواړه موټر سخت خراب او له کاره لوېدلي دي.‌

Views: 85

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.