ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې ځوانان د ولور د کمېدو غوښتنه کوي

بادغیس کې ځوانان د ولور د کمېدو غوښتنه کوي

author avatar
24 Aug 2022 - 17:30
بادغیس کې ځوانان د ولور د کمېدو غوښتنه کوي
author avatar
24 Aug 2022 - 17:30

قلعه‌نو (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): په بادغیس کې ځيني کوژدن شوي/نامزد ځوانان له لوړ ولور ټاکلو څخه شکایت لري وایي،  د اقتصادي بېوزلۍ له امله یې د ورکړې توان نه لري او کلونه کېږي چې د خپل واده مراسم ترسره کولای نه شي؛ هغوی د ولور د کمولو غوښتنه وکړه.

د لوړو مهرونو (ولور) اخیستل یوازې په بادغیس کې نه بلکې د هېوادونو په ډېرو ولایتونو کې له کلونو راهیسې دود دی چې په پایله کې یې ډېر ځوانان بې‌برخلیکه پاتې دي.

د دغه ناسم دود له امله ګڼ ځوانان اړ شوي چې د پیسو برابرولو په خاطر نورو هېوادونو ته لاړ شي او په پایله کې یې ځیني له ډېر بد برخلیک سره هم مخ شوي دي.

د قلعه‌نو ښار یوه اوسېدونکي ۳۰ کلن محمدنور پژواک خبري اژانس ته وویل، اته کاله مخکې کوژدن شو او خسرګنۍ یې پرې ۸۰۰ زره افغانۍ مهریه ایښې ده.

هغه چې د اقتصادي ستونزو او کار نشتوالي له امله د دومره ولور د ورکړې وس نه درلود، له ناچاره د یاد مقدار پیسو ترلاسه کولو لپاره په ناقانونه ډول ایران ته ولاړ.

هغه زیاتوي، د دغو پیسو د لاسته راوړلو په خاطر ایران کې په یوه تولیدي کارخونه کې پر کار بوخت شو او یوه اندازه پیسې یې هم ټولې کړې وې، خو دوه کاله مخکې د برېښنا شارټۍ له امله یې یوه لاس فلج شو او بېرته هېواد ته راستون شو.

نوموړي چې یو کال مخکې یې واده کړی وایي، اوس د هيڅ کار کولو توان نه لري او ډېر سخت ژوند تېروي.

د بادغیس ولایت یوه بل ۲۲ کلن ځوان محمود هم په دغه ولایت کې له لوړ مهر ټاکلو څخه شکایت لري وایي، دوه میاشتې مخکې نامزد شو، خو خسرګنۍ یې پرې ۷۵۰زره افغانۍ مهریه ټاکلې او ورته یې ویلي، څو دغه پیسې پوره شوې نه وي، د واده مراسم یې تر سره کېدای نه شي.

نوموړی وایي: «مجبور یم چې ایران ته لاړ شم؛ ځکه بله چاره نه لرم. زما غوښتنه دا ده چې اسلامي امارت دې د مهرونو د کمېدو په برخه کې پاملرنه وکړي څو وړاندیزونه راکم شي او ځوانان مو بدمرغه نه شي.»

يوه مدني فعال حفیظ‌الله عطشان پژواک ته وویل، لوړ مهر د دې لامل شوی چې ځوانان سختو کارونو ته مخه کړي او له هېواده بهر لاړ شي.

هغه وایي: «لوړ مهرونه زموږ په ټولنه کې د بدمرغۍ لامل شوی، ځوانانو کلونه کلونه په دغه لاره کې قربانۍ ورکړې، نیم عمر یې په دغه لاره کې مصرف کړی، څو وکولی شي خپل مهرونه پيدا کړي. له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې د ولورونو په کمولو کې هڅه وکړي او ټولنې ته نظم وروبښي.»

خو له دې هر څه سره سره، د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي بازمحمد سروري وایي، کورنۍ باید د ځوانانو په حق کې ظلم ونه کړي او لوړ مهرونه دې نه ټاکي.

هغه زیاتوي، که څه هم څه موده مخکې یې ۳۰۰ زره افغانۍ مهر ټاکلی، خو هڅه به وکړي چې له دې هم راکم شي.

سروري وویل: «د بادغیس مسوولین هم دې ستونزې ته متوجه دي او پوهېږي چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ موږ پلان لرو چې ان شاء الله ډېر ژر د مهر په کمولو کې لا ډېر ګامونو واخلو.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام مبارک دین هم پر کم مهر ټاکلو ټينګار کړی دی.

په دغه ولایت کې یوه دیني عالم مولوي نوراحمد حامد پژواک اژانس ته وویل، د اسلام مبارک دین پر کمې مهریې ټينګار کوي.

نوموړی زیاتوي: «مهر باید دومره وټاکل شي چې د ټولنې خلک یې د ورکړې وس ولري.»

هغه وویل، په نبوي احادیثو کې هم راغلي، هر هغه واده چې په اسانه ترسره شي، له خیر او برکته ډک وي او دوام به وکړي.

سرچینه له خلکو غواړي چې د ډېر ولور له اخیستو ډډه وکړي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.