پارون (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د نورستان شهیدانو او معلولینو ریاست وايي، د دغه ولایت د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته یې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو معاش ورکړې لړۍ پيل کړې چې تر راتلونکو څو ورځو به بشپړه شي.
د یادې ادارې رییس مولوي محمدنعیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د اړوند وزارت له خوا د دغه ولایت د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده.
هغه زیاته کړه، په همدې بنسټ یې له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د روان کال د لومړيو شپږو میاشتو د معاش ورکړې لړۍ پیل کړې ده.
دی وايي، تر دې مهاله په دغه ولایت کې له دوی سره ۱۵۷۶ شهیدان او ۱۱۸۹ معلولین ثبت شوي دي.
د ده په خبره، د شهیدانو او معلولینو ریاست په دې وروستیو کې د دغه ولایت به ټولو ولسوالیو کې خپلې څانګې پرانیستې څو ټول شهیدان او معلولین ثبت شي او میاشتنی معاش ورته وټاکل شي.
د نورستان ولایت یوه معلول عبدالجلیل چې له اوږده ځنډ وروسته یې معاش اخیستی و، پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې یې د شپږو میاشتو معاش پر یوه ځای تر لاسه کړ.
هغه زیاته کړه: «شهیدان او معلولین د ولس د قربانیو عملي نمونې دي، نو ځکه پر حکومتونو مو حق جوړېږي چې زموږ معاشونه پر وخت اجرا کړي.»
د یادونې ده چې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د یتیمانو د شمېر او معلولیت د درجې په اندازه معاشونه ورکول کېږي چې له ۲ تر ۱۵ زره افغانیو رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP