ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان چارواکو د «ټاپي» پروژې له مشر سره د دې پروژې پر امنیت خبرې کړې دي

افغان چارواکو د «ټاپي» پروژې له مشر سره د دې پروژې پر امنیت خبرې کړې دي

author avatar
25 Aug 2022 - 14:38
افغان چارواکو د «ټاپي» پروژې له مشر سره د دې پروژې پر امنیت خبرې کړې دي
author avatar
25 Aug 2022 - 14:38

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو د «ټاپي» پروژې له مشر  سره، له نړۍوالو معیارونو سره سم د دې پروژې پر امنیتي طرحې او وړاندیزونو خبرې کړې دي.

د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېریږي- مخکې په افغانستان کې په رسمي ډول پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل شوې.

د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره ورځ د دغه وزارت چارواکو د ټاپي پروژې له مشر مراد امانوف سره د دې پروژې پر خوندیتوب په انلاین ناسته کې خبرې کړې دي.

سرچینې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دې غونډه کې له نړۍوالو معیارونو سره سم پر امنیتي طرحې او وړاندیزونو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په تړاو خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د ټاپي پروژې لګښت لس میلیارد امریکایي ډالر اټکل شوی او دغه نل‌لیکه به په یو کال کې د ۳۳ میلیارده کیوبک متره ګاز د انتقال وړتیا ولري.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د دې پروژې ګټې دا دي چې هر کال به پاکستان افغانستان ته د ټرانزیت په برخه کې سلګونه میلیون ډالر ورکوي، افغانستان به هر کال له صفر اعشاريه ۶ میلیارد مترمکعب ګاز څخه برخمن کېږي او په هغو سیمو کې چې دغه نل‌لیکه تېرېږي، خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او سوداګری به ورسره وده وکړي.

د شنونکو په اند، که د سيمې په کچه د دې پروژې اقتصادي ګټې شريکې شي، د سياسي ناندریو په لرې کولو کې هم مرسته کولى شي.

Views: 79

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.