کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): ډاکټر عبدالاحمد یمین چې پر کور یې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د کورنۍ غړي او هر څه له لاسه ورکړي – وايي، د خپلو وژل شوو ماشومانو او مېرمنې غم نشو کولو ته اړ کړ او اوس د خپل خوړلي عمر ترخې شېبې په پلسوخته کې په نشو تېروي.
پلسوخته په کابل ښار کې هغه ځای دی چې له کلونو راهیسې پر نشو روږي ګڼ شمېر کسان یې تر لاندې ژوند کوي.
په دې سیمه کې د نشهیي توکو کارولو له امله ډېرې دنګې ځوانۍ نړېدلې او اوس هم د سلګونو خلکو د ژوند هیلې په کې تروړل کېږي.
هلته د روږدو کسانو ځوروونکی حالت د هر چا پام ځان ته ور اړوي؛ روږدي ډلې- ډلې راټول وي، د ډول- ډول هغو نشهیي توکو لوګي یې له منځه پورته کېږي چې د انسان د تدریجي مرګ لامل بلل کېږي.
۶۳ کلن ډاکټر عبدالاحمد یمین هم یو له دغو نامرادو کسانو دی.
زه پلسوخته کې له یوه روږدي سره په خبرو بوخت وم چې یو په ملا کړوپ سپینږیری (عبدالاحمد یمین) مې تر څنګ ودرېد، ترې ومې پوښتل، خبرې راسره کوئ؟ هغه په داسې حال کې چې یو دستمال یې تر سر او بل یې له غاړې تاو کړي وو او ګرېوان یې لوند و- د هو په دود یې سر وخوځاوه، یو څه ګوښې ته ودرېد، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا زده کړې مو کړې، وویل: په ۱۳۶۴ کال کې د کابل طبي پوهنتون له معالجوي څانګې فارغ شوی یم، خو اوس ډاکټري او د ژوند هر څه رانه پاتې دي او د ژوند له غمونو مې دغه پله ته پناه راوړې ده.
د کندهار د مرکز عینو مېنې دغه اوسېدونکی دلته د خپل ژوند په اړه وایي: «دلته هر سړی په خپل مرګ راضي دی، که چا ته یوه شېبه مواد ور ونه رسېږي، نو هماغه شېبه یې مرګ دی، موږ هر یوه په خپل لاس ځان ته قبر کیندلی دی.»
ولې دې نشو ته مخه کړه؟
یمین شېبه چوپ پاتې شو، دستمال یې سترګو ته ونیو، بیا یې د دې پوښتنې په ځواب کې د خپل ژوند ترخه کیسه پیل کړه: «څو کاله مخکې مې کندهار کې په کور د هاوان مرمۍ ولګېده، د ماشومانو مور، درې میاشتنۍ لور مې، یو وراره او اووه کلنه خوښینه مې شهیدان شول.»
هغه وايي، دوه کاله یې زغم وکړ، خو نور یې د دغو مرګونو غمونه نه شو زغملای، نشو ته یې مخه کړه، وروسته کابل ته راغی او اوس یې پلسوخته کې له دغه ویره د نشو په نړۍ کې ځان پټ کړی دی.
یمین تر ټولو ډېر د خپل ژوند په ملګرې پسې خپه دی.
هغه وایي: «د هغې جدايي زما لپاره یو شدید درد و او چا چې ما سره واده کړی و، هغه زما د خاله لور وه، د قران حافظه وه، له هغې وروسته ما خپل ژوند کې داسې څوک نه دي موندلي چې د هغې ځای ونیسي.»
دغه راز ویې ویل چې د کندهار په میرویس او د اروزګان او فراه په ولایتي روغتونونو کې یې کار کړی، پښتو یې مورنۍ ژبه ده خو پر دري ژبې سربېره په انګلیسي هم روانې خبرې کولی شي.
ترې ومې غوښتل چې نړۍوالو ته په انګلیسي ژبه یو پیغام ورکړي، په انګریزي یې وویل: «نړۍ ته دا پیغام لرم چې نشهيي توکي مه کاروئ، دا ډېر خطرناک دي، ټول خلک دې سپورټ، کرکټ، فوټبال او نورې لوبې وکړي.»
هغه زیاته کړه چې یو ۲۲ کلن زوی یې په جرمني کې ژوند کوي، خو له ده سره یې اړیکه نشته.
یمین له حکومته غواړي چې درملنه یې وشي، خو زیاتوي: «څه چې موږ غواړو، فکر نه کوم چې حکومت یې راته برابر کړای شي؛ ځکه اوس نظام په خپله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.»
هغه وايي: «هر انسان غواړي چې عادي ژوند ولري، که په مواد مخدر باندې نه وای ککړ شوی، نو شاید له تا مې هم ښه ژوند درلودلی.»
ډاکټر یمین د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نشه يي توکو لپاره پیسې له کومه کوي؟ له لږ فکر کولو وروسته یې وویل چې کله کله خلکو ته عریضې لیکي، ناروغانو ته نسخي هم لیکلی شي او څه موده مخکې یې د یوه جنرال ماشومانو ته د ریاضي، فزیک او انګلیسې درس ورکاوه.
ځیني پر نشو روږدي کسان د نشه یي توکو پېرلو لپاره غلاوې کوي خو یمین وویل چې دا کار نه کوي؛ ځکه چې حرام دی.
هغه د حافظ شیرازی دغه یو بیت پر کاغذ ولیکه او ما ته یې راکړ:
بر بساطِ نکته دانان خودفروشی شرط نیست
یا سخن دانسته گو ای مردِ عاقل یا خموش
یمین بیا بیا خپله مېرمن یادوله، ویل یې چې کلونه کلونه یې ورسره د یوې همرازې په څېر ژوند کړی، د ژوند رازونه یې ورسره شریک وو او د زړه خواله یې ورسره کېدل.
یمین د هغې په یاد کې دا سندره هم وویله:
په دواړو لاسو مې نیولې ستا لمن محبوبا
اوو، اوو په دواړو لاسو محبوبا
پتنګ په شان شپه او ورځ کړېږم
د شمع په رنګې سوځم، ویلیږم
تا بیا له لاسه امر وکړ د سوختن محبوبه
اوو، اوو په دواړو لاسو محبوبا
او…
یمین د دې سندرې له ویلو وروسته د موادو پیدا کېدو په تکل راڅخه رخصت واخیست او ویې ویل: «بیا حتماً درسره اړیکه نیسم.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP