کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): په دې وروستۍ یوه میاشت کې د سېلابونو په پایله کې ۱۸۲ کسان مړه، ۲۵۰ کسان ټپيان او له درېیو زرو ډېر کورونه ویجاړشوي دي.
دغه څرګندونې نن په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذیح الله مجاهد یوې خبري ناستې ته وکړې.
هغه وویل: «په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۸۲ کسان شهیدان، ۲۵۰ کسان ټپيان او ۳۱۰۹ کورونه په بشپړ او قسماً ویجاړ شوي دي.»
سرچینې زیاته کړه، د یادو سېلابونو په پایله کې د زرګونه جریب ځمکو د حاصلاتو د له منځه تلو ترڅنګ ۱۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
هغه زیاتوي، اقلیمي بدلون د افغانستان په ګډون د سیمې ځينو هېوادونه اغېزمن کړي په تېرو حکومتونو کې د ناسم مدیریت او پرله پسې وچکالۍ له امله خلکو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.
نوموړی وایي، که سېلابونه ډېر شي، د افغانستان حکومت زیانمنو ته د رسېدنې وس نه لري، بیا هغه مهال له نړۍوالې ټولنې د همکاري غوښتنه کوي.
د نوموړي په خبره، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سېلابونو د مدیریت پلان د اسلامي امارت کابینې ته وړاندې کړی چې د هغه په پلې کېدو سره به د زیانونو او تلفاتو مخه ونیول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP