Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سپین بولدک- چمن لار د سېلابونو راوتلو له امله بنده شوې ده

کندهار (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د کندهار چارواکي وايي، د سپین بولدک- چمن لار د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې کې د سېلابونو راوتلو له امله بنده شوې ده.

د دغه ولایت د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د سپین بولدک- چمن لار نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې له هغه وروسته وتړل شوه چې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې کې له سخت اورښت وروسته سېلابونه راغلل.

دی وايي، دغه لار به تر هغه د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلې وي چې سېلابونه درېږي.

هغه زیاتوي: «د پاکستان طرف ته د چمن له خوا ډېرې اوبه راغلې دي چې له امله یې پر دغه لار تګ راتګ مشکل شوی دی، پاکستاني لوري لار تړلې او تر هغه به بنده وي چې اوبه کنټرولېږي.»

بل خوا د سپین بولدک اوسېدونکي هم وایي چې د سپین بولدک- چمن لار نن تړل شوې او هغه کسان چې له دروازې تېرېدل، بیرته راګرځېدلي دي.

د سپین بولدک اوسېدونکي نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لار مخکې هم د اوبو له امله خرابه شوې وه، خو نن ډېرې اوبه راغلې او لار بنده شوې ده.

د سپین بولدک- چمن لارې تر څنګ د ډیورنډ کرښې ها غاړه د توبې په سیمه کې هم د یوه بند د ماتېدو له امله د موټرو تګ راتګ ستونزمن شوی دی.

سیدرسول چې تازه له سپین بولدک څخه کویټې ته تللی، پژواک اژانس ته وویل چې له چمن تر کویټې لاره څو ځایه د اوبو له امله خرابه شوې او ډېر موټر بند ولاړ دي.

هغه زیاته کړه: «زه پرون له بولدک څخه کویټې ته راغلم، لاره ډېره خرابه وه، د توبې د اوبو بند هم مات شوی و چې څو ځایه یې سړک خراب کړی و، که خلک څو ورځې پر دغه لار تګ راتګ و نه کړي نو ښه به وي.»

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د ډیورنډ کرښې په هغې غاړې کې د یوه بند د ماتېدو له امله د دغه ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې یو کلی اوبو لاندې کړی وو او د خلکو کورونه یې نړولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.