کندهار (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د کندهار د صرافانو اتحادیه وایي، د افغانستان بانک له ټولو صرافانو غوښتي چې د کار نوي جوازونه واخلي او نوي شرایط یې ومني.
د افغانستان بانک د نوو جوازونو له مخې، هر صراف باید ۳ میلیونه افغانۍ د تضمین په توګه له دغه بانک سره کېږدي او ۳۰ میلیون افغانۍ د کاروبار لپاره ولري.
دغه راز د دغه بانک نوي شرایط دا دي چې د صرافیو ټول کارکوونکي باید لیسانس وي او له هغه سافټویر سره بلدتیا ولري چې وروسته د دوی له خوا صرافیو ته ورکول کېږي.
خو د کندهار صرافانو اتحادیه وايي، ان ۵ سلنه صرافان هم دغه نوي لګول شوي شرایط نه شي پلي کولای.
د دغه ولایت د صرافانو اتحادیې مشر حاجي قنداغا پژواک خبري اژانس ته وویل: «په هغو شرایطو چې افغانستان بانک تازه ټاکلي، پنځه فیصده صرافان هم کار نه شي کولای، زموږ اکثره خلک سواد نه لري، موږ د برېښنا او انټرنېټ ستونزه لرو، خو افغانستان بانک زموږ څخه د نړۍ په سطحه کار او فعالیت غواړي چې دا امکان نه لري.»
هغه وايي، له د افغانستان بانکه غواړي چې د صرافانو لپاره د کار جوازونه درې ډوله جوړ کړي، د ۳۰ میلیونه سرمایه لرونکو جواز دې هغو کسانو ته ورکړي چې په ټول افغانستان کې نمایندګۍ لري، دویم ډول جواز دي د ۱۵ سوه زره افغانیو جوړ کړي او هغو صرافانو ته دې یې ورکړي چې په ۵ ولایتونو کې نمایندګۍ لري او درېیم ډول جواز دې د پنځه سوه زره افغانیو هغو کسانو ته جوړ کړي چې یوازې د اسعارو تبادله کوي.
د کندهار نور صرافان هم وایي، دا ستونزه یې له مرکزي ادارې او مسوولینو سره څو ځلې شریکه کړې خو تر اوسه یې حل لاره نه ده ورته موندلې.
یو تن صراف نثاراحمد وایي، په کندهار کې سلګونه صرافان دي خو نوي شرایط یوازې د ګوتو په شمېر کسان پوره کولای شي.
هغه زیاته کړه: «دا شرایط خو موږ په هیڅ صورت نه شو پوره کولای، په کندهار کې ۴۵۰ صرافان کار کوي، په دوی کې ښايي ۳۰ کسان دا شرایط پوره کړي، نور یې نه شي پوره کولای، زموږ غوښتنه دا ده چې دا شرایط اسانه شي.»
یو بل صراف سردارمحمد هم وایي، دا چې په افغانسان کې اوس مهال ټول کاروبارونه اغېزمن شوي او له نړۍ سره سوداګریزې اړیکې او د پیسو لېږد رالېږد ستونزمن شوی، نو باید صرافانو ته داسې سخت شرایط کېنښودل شي.
د هغه په خبره، که صرافان د دغو جوازونو جوړولو ته مجبور کړل شي، ډېری صرافان به کاروبار پرېږدي چې دا کار به د افغانستان پر اقتصادي وضعیت نور هم منفي اغېز وکړي.
ده وویل: «یو خو زموږ پیسې امریکایانو بندې کړې دي او بل موږ له نړۍ سره د پخوا په څېر ښه سوداګریزې اړیکې او د پیسو حوالې نه لرو نو که د افغانستان بانک دا سخت شرایط هم راته کېږدي دا به نور هم د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.
په کندهار کې د هغو صرافانو شمېر تر نورو ډېر دی چې سرمایه یې له ۵۰۰ زره افغانیو څخه تر یوه میلیون افغانیو رسېږي او کاروبار یې یوازې د اسعارو تبادله ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP