ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند موسی‌کلا ولسوالۍ خلک وایي، حکومت دې ورته سړک پوخ کړي

د هلمند موسی‌کلا ولسوالۍ خلک وایي، حکومت دې ورته سړک پوخ کړي

author avatar
28 Aug 2022 - 12:24
د هلمند موسی‌کلا ولسوالۍ خلک وایي، حکومت دې ورته سړک پوخ کړي
author avatar
28 Aug 2022 - 12:24

لښکرګاه (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د هلمند موسی‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دوی له کلونو راهيسې پوخ سړک نه لري او له حکومته غواړي چې دا ستونزه یې حل کړي.

 د يادې ولسوالۍ د ګل‌کارېز یوه اوسېدونکي محمدګل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی ولسوالي له کلونو راهيسې پوخ سړک نه لري او خلک په تګ راتګ کې پرې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

هغه زیاته کړه: «ناروغان مو ډېری وخت د لښکرګاه ښار په لاره کې ساه ورکوي؛ ځکه لارې خامې دي او تر روغتونه پورې پر وخت نه رسېږو.»

نوموړي دغه راز وویل چې خوراکي او نور د اړتيا وړ توکي له لښکرګاه په بار وړونکو موټرو کې راوړي او ډېری وخت موټر په لار کې خراب شي او په ورځو ورځو ولاړ وي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د موسی‌کلا- لښکرګاه ترمنځ دې پوخ سړک جوړ کړي.

د يادې ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي محمدخان هم وويل چې خلک د پاخه سړک نه شتون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل چې د لارو خرابوالي له امله خلک تګ راتګ ته زړه نه ښکوي، په وینا يې چې ډېری وخت د دوی د ځمکو حاصلات خرابېږي.

بلخوا د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د سړکونو ساتنې او ارزونې مسوول انجنیر نثاراحمد نصرت وايي، دوی لومړی د هلمند- کندهار لار – چې د تېرو جګړو پر مهال سخته خرابه شوې – جوړوي او ورپسې به د ولسواليو لارې جوړې کړي.

هغه دغه راز وویل: «د موسی‌کلا او ځينو نورو لرو پرتو ولسواليو لارو جوړولو لپاره زیاتې بودجې ته اړتیا ده او اوس موږ دومره بودجه نه لرو چې هم لويې لارې او هم د ولسوالیو سړکونه جوړ کړو.»

د موسی‌کلا ولسوالي د هلمند په شمال کې ګڼ‎نفوسه ولسوالي ده او له مرکز لښکرګاه ښاره ۱۲۰ کیلومتره واټن لري.

Views: 243

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.