[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادراړوندو مسوولینو باندې ټینګار وکړ، چې سیلاب ځپلو ته په مرستو کې له شفافیت څخه کار واخلي.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون اړوندو ادارو کارونه و ارزول او اړوندو مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال زیانمنو شویو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ټینګار وکړ، چې د ولس خدمت او د هغوی د ستونزو حلول د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی او دوی به په پوره ژمنتیا سره دا کار کوي. هغه د طبیعي پېښو رامنځته کېدو پر مهال د مرستو په وېش کې پر شفافیت ټینګار وکړ .
هغه زیاته یې کړه، چې اړوند وزارتونه او ادارې باید په ډېر شفاف ډول زیانمنو شویو ته مرستې ووېشي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پېښو ته د رسېدو کمېسیون ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې دې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي.
په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو وزارتونو او ادارو وویل، هغو ولایتونو کې، چې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي په وخت یې د مرستې ټیمونه لېږلي او تر ډېره یې له زیانمنو شویو خلکو سره لومړنۍ مرستې کړې دي.
د یاونې وړ ده، چې د تېرې یوې میاشتې په جریان کې په هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان مړه شوي، ۲۶۵ ټپيان شوي، ۶۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، په زرګونو څاروي له منځه تللي او په سلګونو کانالونه، کارېزونه، کوچني بندونه او استنادي دېوالونه ویجاړ شوي دي.
[/restrict]
Views: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن