ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي او خلک: پکتیکا کې دې نور پر کلداره راکړه ورکړه نه کېږي

چارواکي او خلک: پکتیکا کې دې نور پر کلداره راکړه ورکړه نه کېږي

author avatar
28 Aug 2022 - 16:02
چارواکي او خلک: پکتیکا کې دې نور پر کلداره راکړه ورکړه نه کېږي
author avatar
28 Aug 2022 - 16:02

ښرنه (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د پکتيکا چارواکو او خلکو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پاکستانۍ کلداره منع اعلان کړه او پرېکړه یې وکړه چې له دې وروسته به ټولې سوداګریزې معاملې یوازې پر افغانیو کېږي.

دغه غونډه د یاد ولایت د والي په مشرۍ جوړه شوې وه چې په کې ولسوالانو، رییسانو، قومي مشرانو، د دوکاندارنو اتحاديې غړو، صرافانو او امنيتي چارواکو ګډون کړی و.

د پکتيکا والي مولوي عبدالله مختار د غونډې ګډونوالو ته وويل چې سر له نن ورځې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر کلدارو راکړه ورکړه بنده ده او پر ځای یې باید راکړه ورکړه پر افغانیو وشي.

هغه پر ولسوالانو، قومي مخورو او صرافانو غږ وکړ چې د مرکز ښرنې په بازار او ولسواليو کې دې د افغانيو د ترويج په موخه کمپاين وکړي څو په کلدارو راکړه ورکړه یو مخ بنده شي.

هغه زیاته کړه، افغانۍ یې ملي هويت دی او د همدغه ملي هويت د ارزښت ساتلو او ملي اقتصاد د پياوړتيا په موخه باید چارواکي او ولسونه تر یوې میاشتې په کمپایني بڼه د افغانۍ د ترویج لپاره ګډ کار وکړي.

د نوموړي په وينا، له یوې میاشتې وروسته که بیا هم په مرکز او ولسواليو کې په بشپړ ډول پر کلدارو راکړه ورکړه بنده نه شوه نو امنيتي ځواکونه به یې پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.

والي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «په غټ مورال دا کوښښ کوو چې د خپل هېواد پرمختګ لپاره ټول امکانات په کار واچوو، افغانۍ د افغان ملت لپاره يوه ملي څېره ده، د افغانۍ د ارزښت او ترویج په موخه موږ يو ملي حرکت کوو چې دا به يوه مياشت د اعلاناتو په ډول وي او وروسته بيا له جديته کار اخلو.»

نوموړي د ټولو امنيتي او ملکي ادارو کارکوونکو ته هم امر وکړ چې توکي دې پر افغانیو اخلي او خپل معاشونه دې پر کلدارو نه بدلوي.

د دغه ولايت د صرافانو او د بازار اتحاديې مشر حاجي اکبر ډاډ ورکوي چې له خپل وس او توان سره سم به په مرکز ښرنه او ولسواليو کې د افغانيو ترويج ته کار کوي او خلک به د افغانيو پر ارزښت پوهوي.

خو نوموړی اندېښنه لري چې د افغانيو د ترويج پر وخت په بازار کې د توکو بیې لوړېږي چې حکومت یې باید د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

دی زياتوي: «موږ غواړو افغانۍ رايج شي خو دلته ستونزه دا ده چې که يو توکی اوس په لس کلدارو وي، دوکاندارن یې بيا په لس افغانۍ خرڅوي.»

د مرکز ښرنې ښاروال مولوي محمدناصر هلال بيا د خلکو او صرافانو د يادې اندېښنې او غوښتنې په تړاو ډاډ ورکوي چې په مرکز ښرنه او ولسواليو کې یې د نرخونو کنټرول او ټاکلو په موخه ۷ کسيزه کمېټه جوړه کړې او په نږدې ورځو کې به په عملي ډول خپل کار پيل کړي.

دی زياتوي، هيڅ يوه تاجر او هټۍوال ته اجازه نه ورکوي چې پر خلکو توکي په لوړه بیه وپلوري.

د پکتيکا مستوفي وايي، د دغه ولايت د افغانستان بانک او نوي کابل بانک څانګو او صرافیو کې په زياته اندازه افغانۍ موجودې دي او خلک په ډاډه زړه کولای شي خپلې کلدارې پر افغانيو واړوي.

مستوفي مولوي عبدالوهاب عمري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا د شرم خبره ده چې موږ پردي اسعار چلوو، په بانکونو او صرافيو کې پرېمانه افغانۍ موجودې دي، خلک دې ورشي او خپلې کلدارې دې په افغانیو بدلې کړي، دوی دې د افغانيو د کمښت په اړه هيڅ اندېښنه نه کوي.»

د يادونې ده، په پکتيکا کې د چارواکو او خلکو له لوري د افغانيو د ترويج په موخه داسې مهال اقدام ترسره کېږي چې د روان کال د زمري په ۲۰مه پژواک خبري اژانس په دغه ولايت کې د افغانيو د ترويج په موخه راپور خپور کړی و.

Visits: 647

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.