کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۱): کابينې د دې ترڅنګ چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير په مشرۍ په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره پلاوی ګومارلی، ويلي چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون دې د متقاعدینو د حقوقو د اجرا موضوع وڅېړي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ (دوشنبه) د رئیسالوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په کې بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو په موخه پلاوی وګمارل شو.
سرچينه کاږي، دغه پلاوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ جوړ شوی چې د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست ملا محمدعباس اخوند، لوی څارنوال مولوي شمسالدین شریعتي، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن او د افغانستان بانک مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد په کې شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه پلاوي کې د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، امر بالمعروف، د کډوالو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازي هم شامل دي.
د چارو ادارې د معلوماتو له مخې، یاد پلاوی به په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې څېړي، د حل په موخه به یې کمېټې جوړوي، یادو کمېټو ته به کړنلارې جوړوي او د تصمیم نیونې په موخه به یې د کابینې غونډې ته وړاندې کوي.
د چارو ادارې لیکلي، د کابینې په دغه غونډه کې همداراز د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د متقاعدینو د حقوقو د اجرا موضوع وڅېړي او پایلې يې د کابینې بلې ناستې سره شریکې کړي.
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن