ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې یوې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې

په تخار کې یوې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې

author avatar
31 Aug 2022 - 17:58
په تخار کې یوې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې
author avatar
31 Aug 2022 - 17:58

تالقان (پژواک، ۹ وږی، ۱۴۰۱): د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ له خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.

امنیتي مسوولین وايي، دغې نجلۍ لومړی د موږکانو مړه کولو درمل خوري بیا ځان په چاقو وهي او وروسته ځان ته ګاز بلوي او ځان ته اور اچوي چې له امله یې مړه کېږي.

د دشت قلعې ولسوالۍ جنايي امر جانان الدين انصار هم دغه پېښه تاييد کړه او پژواک ته يې وويل، دغه ځوانه نجلۍ «بي‌بي حوا» نومېده او ۱۵ کلنه وه.

د هغه په ​​وينا، دغې نجلۍ د کورني تاوتريخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.

انصار زیاتوي، دغه پېښه تېر ماښام (سه‌شنبه) رامنځته شوې او بی‌بی حوا روغتون ته د لېږد پر مهال مړه شوې ده.

بلخوا، مدني فعال حامد قرلق د بېکارۍ زیاتوالی، اقتصادي بېوزلي او د نجونو د ښوونځیو د دروازو تړلي پاتې کېدل، د ځان وژنو د ډېروالي اصلي لاملونه بولي او له سرپرست حکومته غواړي، څو د دې اندېښنو د هواري لپاره هڅې وکړي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.