ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو بند جوړ شو

کندهار کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو بند جوړ شو

author avatar
1 Sep 2022 - 14:37
کندهار کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو بند جوړ شو
author avatar
1 Sep 2022 - 14:37

کندهار (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د میانکو په نوم د اوبو زېرمه کولو د یوه بند جوړولو چارې - چې پنځلس میاشتې مخکې پیل شوې وې- بشېړې شوې.

د بند پرانیستې ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده او نور چارواکي ورغلي وو.

په کندهار کې د اړوند ریاست د کلیوالي اوبو لګولو او ودانیزو چارو ادارې سرپرست انجنیر اسدالله عمار وویل، د میانکو په نوم د اوبو زېرمه کولو دغه بند د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د ۲۰۰ کاري ورځو په موده کې د مالیې وزارت په ۱۷ میلیونه افغانیو لګښت جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه بند د ۶۰۰زره متره مکعبه اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او د باران اوبه به په کې زېرمه کېږي چې ځمکې لاندې به د اوبو کچه ورسره ډېره شي.

ده خبر ورکړ چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کندهار کې د نورو بندونو، کانالونو او کارېزونو جوړولو پلانونه هم لري او اوس‌مهال د دغه ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې د ۱۲۳ کانالونو جوړولو کارونه روان دي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده وویل، له شاوخوا ۲۱ کلونو جګړې وروسته «اسلامي امارت» اوس د بیارغونې پر کارونو بوخت دی، څو خلکو ته خدمات وړاندې شي.

هغه له سوداګرو او شتمنو افغانانو وغوښتل چې خپلې پانګې له بهره راوړي او دلته خلکو ته کار وکړي؛ ځکه اوس په هېواد کې د کار او پانګه‌ونې ښه موقع برابره شوې ده.

د سیمې اوسېدنکي د میانکو بند پر جوړولو خوښ دي او وايي، دغه ګام به په ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحې په لوړولو کې اغېزناک تمام شي.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکي محمدعثمان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه بند په جوړولو سره له یوې خوا د سېلابي اوبو مخنیوی وشو چې د اورښت پر مهال د دوی کورونو ته ورتلې او له بلې خوا، تر ځمکې لاندې اوبه ورسره ډېرېږي چې اوس د وچکالۍ له امله کمې شوې دي.

د یادونې ده چې په کندهار کې د میانکو او ځينو نورو بندونو د جوړولو لګښت نړۍوال بانک پر غاړه اخیستی و، خو د سرپرست حکومت له راتګ سره یاد شوي بانک دلته خپلې پروژې ودرولې.

د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د یو شمېر نورو بندونو جوړولو کارونه هم روان دي چې د کرنې وزارت له خوا جوړېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.