Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې درې کسان وژل شوي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۱): د استخباراتو عمومي ریاست وايي، په هرات ولایت کې د عملیاتو پر مهال درې تنه «خوارج» ووژل شول.

د استخباراتو عمومي ریاست تېره ورځ په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د هرات د استخباراتو ریاست ځواکونو د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې پر درې تنو «خوارجو» چټک عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې ټول ووژل شول.

د سرچینې په وینا، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دغه‌راز، په هرات کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دغه درې «داعشیان» په یوه کور کې ځای پر ځاي شوي وو چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

داعش ډلې بیا په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د یادونې ده چې تېره ورځ يوه ځايي چارواکي وويل چې په فراه کې د دغه ولایت لپاره د داعش ډلې والي په یو برید کې ووژل شو او درې نور همکاران یې له وسلو او تجهیزاتو سره نیول شوي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.