غزني (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): چارواکي وايي، په یوه تازه ګام کې یې د غزني ښار له واټونو د سوالګرو ښځو ټولول پیل کړي چې تر دې مهاله ۱۲۰ دغسې ښځې ټولې شوې او د تثبیت چارې یې روانې دي.
د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر رییس مولوي عبدالله محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه چاره یې د مرکزي ادارې په مشرۍ او ولایتي ادارې په همغږۍ پیل کړې ده.
هغه زیاته کړه، د غزني ښار له بېلابېلو واټونو ۱۲۰ سوالګرې ښځې راټولې شوې چې له ډېرو سره یې ماشومان هم په سوال بوخت وو.
دی وايي، په راټولو شوو سوالګرو ښځو کې ۲۳ د کابل، کندوز او نورو ولایتونو وې چې بېرته خپلو سیمو ته واستول شوې. دغه راز ۲۰ ښځې بیا داسې وې چې سوالګري یې کسب ګرځېدلی و؛ د هغوی خاوندان او د کورنۍ نور غړي را وغوښتل شول او د سوال نه کولو تضمین ترې واخیستل شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP