منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له غزني ښاره د سوالګرو ښځو ټولولو کمپاین پیل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۱۸ کتنې · تازه شوی

غزني (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): چارواکي وايي، په یوه تازه ګام کې یې د غزني ښار له واټونو د سوالګرو ښځو ټولول پیل کړي چې تر دې مهاله ۱۲۰ دغسې ښځې ټولې شوې او د تثبیت چارې یې روانې دي.

د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهي عن‎المنکر رییس مولوي عبدالله محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه چاره یې د مرکزي ادارې په مشرۍ او ولایتي ادارې په همغږۍ پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه، د غزني ښار له بېلابېلو واټونو ۱۲۰ سوالګرې ښځې راټولې شوې چې له ډېرو سره یې ماشومان هم په سوال بوخت وو.

دی وايي، په راټولو شوو سوالګرو ښځو کې ۲۳ د کابل، کندوز او نورو ولایتونو وې چې بېرته خپلو سیمو ته واستول شوې. دغه راز ۲۰ ښځې بیا داسې وې چې سوالګري یې کسب ګرځېدلی و؛ د هغوی خاوندان او د کورنۍ نور غړي را وغوښتل شول او د سوال نه کولو تضمین ترې واخیستل شو.

د ده په خبره، پاتې شاوخوا ۸۰ سوالګرې ښځې چې په رښتیا هم بېوزلې او اړې وې، مرستندویه ادارو ته ور وپېژندل شوې څو په دوامداره توګه مرستې ورسره وشي او له سوال کولو راوګرځي.

نوموړي یادونه وکړه چې د سوالګرو ښځو ټولولو لړۍ لا هم روانه ده او په دویم ګام کې به د مرکزي ادارې په لارښوونه د سوالګرو ماشومانو ټولول هم پیل کړي.

دی وايي، موده مخکې د «اسلامي امارت» مشرتابه حکم کړی و چې په مرکز او ولایتونو کې دې سوالګر ماشومان راټول شي، ستونزې دې حل شي او د زده‌کړو زمینه دې ورته برابره شي.

د غزني د ولایتي ادارې د دغه ګام هرکلی کوي او وايي په دې وروستیو کې په ښار کې د سوالګرو ښځو او ماشومانو شمېر څو برابره ډېر شوی و چې خلکو ته یې سخت مزاحمت کاوه.

د غزني ښار یوه هټۍوال امین‎الله همت پژواک خبري اژانس ته وویل، په ښار کې تر مشتریانو سوالګر ډېر دي، دوی نه یوازې د ښار نظم خراب کړی، بلکې خلکو ته مزاحمت هم کوي.

دی وايي، دا ډېر ښه ګام دی چې ولایتي اداره سوالګر ټولوي، دا لړۍ باید دوامداره وي، له هغوی سره باید بنسټیزې مرستې وشي څو بیا سوال کولو ته اړ نه شي.

نوموړی دغه راز غوښتنه کوي چې حکومت دې د سوالګرو ماشومانو ټولولو په برخه کې هم لازم ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د «اسلامي امارت» مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده له کابل ښاره د سوالګرو ټولولو او د هغو د ستونزو هوارولو په اړه یو فرمان صادر کړی او د  ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته یې لارښوونه کړې وه چې د سوالګرو ټولولو او د هغو ستونزو ته د رسېدو لړۍ دې پیل کړي.

د دغه حکم له مخې، هغه سوالګر چې کسب یې زده وي، بایومټریک کېږي او په هغو برخو کې به د کار زمینه ورته برابره شي چې وړتیا په کې لري، دغه راز د سوالګرو له سرپرستانو به ژمنه اخیستل کېږي چې په راتلونکي کې به سوال نه کوي.

دغه راز هغو سوالګرو ماشومانو ته به د  زده‌کړو زمینه برابرېږي او هغه سوالګر چې واقعاً غریب دي او کوم کار نه شي کولای، هغوی ته به معاش ټاکل کېږي.

په دې وروستیو کې د کابل ترڅنګ د هېواد په ټولو ولایتونو کې سوالګر ډېر شوي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیون وګړي فقر او غربت ځپلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه