جلالاباد (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار روغتیایي مسوولين وایي، په دغه ولايت کې يې د شري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په موخه د واکسين کمپاين پيل کړى دی.
مسوولين وايي، دغه کمپاين لومړی په څلورو ولسوالیو سرهرود، چپرهار، حصارک او لعلپوره کې پيل شو چې پرمهال به یې ۷۲زره ماشومانو ته د شري د مخنيوي واکسین تطبیق شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا ريیس ډاکتر امیرمحمد افتاب د وږي په ۱۲مه، په همدغه مناسبت جوړو شويو مراسمو کې وويل، د دغه کمپاین پرمهال به په یادو څلورو ولسوالیو کې ۷۲زره ماشومان واکسین شي.
نوموړی وایي، اوسمهال په یاد ولایت کې د پخوا په پرتله د شري ناروغي کنټرول شوې، خو د لا مخنیوي په برخه کې د واکسین دغه ډول کمپاینونه ترسره کول مهم دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال له پیل راهیسې په ننګرهار ولایت کې نږدې ۶زره ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلخوا په ختیځ زون کې د کتلوي معافیت عمومي مسوول ډاکتر حکمخان ګلابزی وایي، په پلان کې لري چې په راتلونکي کې د ننګرهار ټولو ولسواليو کې د شري ناروغۍ د مخنيوي واکسین کمپاین ترسره کړي.
عام وګړي هم د شري ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه د یاد کمپاین له پیلېدو خوښ دي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي نويداحمد پژواک ته وويل، دغه ډول کمپاينونه بايد ټولو ولسواليو کې يو شان ترسره شي چې ستونزه يو ځل حل شي.
روغتیاپالان په دې باور دي چې که د شري د مخنیوي په پار پر وخت اقدامات ترسره شي، نو ښايي ډېر خلک له دې ناورغۍ وژغورل شي.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن