کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره شپه د کابل ښار د دریېمې امنیتي حوزې اړوند «کارته چهار» سیمه کې دوه راکټونه لګېدلي، خو مرګژوبله نه لري.
نن ځینو کسانو پر ټولنیزو پاڼو لیکلي وو چې تېره شپه د کابل ښار په یاده سیمه کې بېپیلوټه الوتکې برید کړی او په دغه برید کې یو امنیتي چارواکی له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «نه، د ډرون خبره هیڅ حقیقت نه لري، تېره شپه د ځینو مخربو کړیو له لوري دوه راکټونه توغول شوي وو، خو بېځایه لګېدلي وو او مرګژوبله نه لري.»
Views: 458
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن