ټکور: څېړنه روانه ده چې وژل شوو انسانتښتوونکو د حکومتي ادارو کارتونه له کومه ترلاسه کړي او که جعلي دي
په ټولنیزو پاڼو کې وژل شوو څلورو انسانتښتوونکو ته منسوب د هویت کارتونه لاس په لاس کېږي چې ګواکې په حکومتي ادارو کې یې دندې لرلې، خو د کورنیو چارو وزارت وایي، څېړنه روانه ده چې دغو خلکو کارتونه له کومه ځایه ترلاسه کړي او که جعلي دي.



