ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فتانه ګیلاني له حکومته غواړي چې ښځو ته د کار او نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي

فتانه ګیلاني له حکومته غواړي چې ښځو ته د کار او نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي

author avatar
4 Sep 2022 - 18:46
فتانه ګیلاني له حکومته غواړي چې ښځو ته د کار او نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي
author avatar
4 Sep 2022 - 18:46

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د ښځو ټولنې مشره فتانه اسحاق ګیلاني، له سرپرست حکومته غواړي چې له بې‌سوادۍ سره مبارزې ته دې په خپل لومړیتوب کې ځای ورکړي او ښځو او نجونو ته دې هغه حقونه ورکړي کوم چې د اسلام مبارک دین ورته ورکړي دي.

فتانه اسحاق ګیلاني له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د افغانستان د ښځو ټولنې بنسټ په تېر یوه کال کې زرګونو افغان ښځو او نجونو ته د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې کار کړی او له شاوخوا ۲۰۰۰ کونډو، یتیمو ماشومانو او بې‌وزلو کورنیو سره مرستې کړې دي.

هغې زیاته کړه، په دغه موده کې یې د اسلامي امارت اړوند لسګونو امنیتي منسوبینو سره هم مرستې کړې دي.

هغه وایي: «په لومړيو ورځو کې چې کله طالبان قدرت ته ورسېدل او کابل یې ونیو، زموږ په کوڅه او د کور شاوخوا کې ډېر شمېر طالبان وو او هره ورځ به مو له ۷۰ تر ۸۰ طالبانو ته درې وخته ډوډۍ ورکوله، ژمی راغی او هغوی ته مو ګرمې جامې، بوټونه واخیستل، کمپلې مو ورته واخیستې.»

هغه وایي، د تېر کال له سیاسي تحول وروسته یې هېواد پرېنښود، څو د خپلو خلکو ترڅنګ و اوسي او په سخت وخت کې خپلو خلکو لپاره خیریه کارونو ته ادامه ورکړي.

نوموړې زیاته کړه: «کله چې طالبانو د اګست په ۱۵مه قدرت ونیو، خوشبینه وم؛ ځکه چې د هغوی ویاند په یوه خبري ناسته کې وویل، د ښځو د تعلیم او کار مخه نه نیسي، په هماغه ورځ زه ډېره خوشبینه شوم.»

هغه زیاتوي، د تېر کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې د سیاسي نظام له بدلون وروسته یې ښه احساس درلود او له ځان سره یې پلان نیولی و، څو د ښځو اونجونو لپاره خپل کار او فعالیتونه پراخ کړي.

خو دغې مېرمنې زیاته کړه چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په تړاو د اسلامي امارت ژمنه عملي نه شوه او لا هم ډېری ښځې د کار اجازه نه لري او له شپږم پورته ټولګیو نجونې ښوونځیو ته نه شي تللای.

هغې د نجونو د ځینو ښوونځيو بندېدو په اړه وویل: «د دغه کار په علت هیڅ نه پوهېدم او ماته نه دی حل شوی چې طالب ولې د ښوونځیو دروازې بندې کړې؟ ولې؟ هیڅ نه پوهېږم.»

هغې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو بندېدل او دندو ته د ډېری ښځینه کارمندانو اجازه نه لرل اندېښمنونکی وباله او په دې برخه کې له حکومته د بیاکتنې غوښتنه کوي.

نوموړې دغه‌راز زیاتوي: «سره له دې چې ښځې په غصه دي؛ ځکه چې د تعلیم او کار حق ترې اخیستل شوی، هغه حق چې اسلام ورته ورکړی، خو بیا هم وایم چې انشاءالله په خپلو سیاستونو کې دې مثبت تغییرات راولي.»

ښوونیز کال د روان کال د وري په لومړيو کې پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو منځنۍ ښوونځیو او لېسې پرانیستلو لړۍ وځنډوله او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دغه ښوونځي نه دي پرانیستل شوي. د سرپرست حکومت چارواکو بیا بیا ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو ښځو حقونو ته ژمن دي، اوسمهال هغو ښځو ته چې په ادارو کې ورته اړتیا ده، پر کار بوختې دي او ځينو نورو ته یې په کورونو کې معاشونه ورکول کېږی.

فتانه له دغو ستونزو څخه د خلاصون په اړه زیاتوي: «سرپرست حکومت ته وړاندیز کوم چې د دغو ستونزو د هواري لپاره د افغانستان له نېک نامو څېرو، هغو ښځو سره چې مبارزه یې کړې او ډېره تجربه لري… مشوره وشي او له هغوې نه استفاده وشي.»

نوموړې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او وویل: «زه اوهره بله مسلمانه ښځه هغه حقونه غواړو چې الله (ج) مسلمانانو او مسلمانو ښځو ته ورکړي، موږ غواړو چې د اسلامي شریعت مطابق عملي شي. موږ غواړو چې له خپلو کورونو نه سرلوړي راووځو او خپلو کارځایونو ته لاړ شو، ډاډه یو، په امنیت کې و اوسو، زموږ حقونه باید تضمین شوي وي.»

فتانه ګیلاني د افغانستان ستونزې د بهرنیانو د لاسوهنې له امله بولي او سرپرست حکومت ته وړاندیز کوي چې د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې ختمولو کې دې په سختۍ سره کار وکړي.

نوموړې له حکومته غواړي چې له بې‌سوادۍ سره مبارزې ته په خپل لومړیتوب کې ځای ورکړي؛ ځکه چې جهل او ناپوهي په هېواد کې د ستونزو یو اساسي لامل دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.