ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول

author avatar
5 Sep 2022 - 03:02
د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول
author avatar
5 Sep 2022 - 03:02

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون ځیني ولایتونه زلزلې لړزولي، خو د زیانونو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا زلزله د افغانستان پر وخت د شپې دوه بجې او ۲۷ دقیقې چې په کابل، لوګر، خوست، پکتیا، بغلان، ننګرهار، لغمان ، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې یې سخت ټکانونه حس شوي دي.

د زلزلې سنجونې نړۍوالو سرچینو د معلوماتو له مخې، د زلزلې مرکز د افغانستان په شمال کې د هندوکش غرونه او د ریختر په کچه یې شدت ۵،۳ درجې و.

د پژواک ولایتي خبریالان وایي چې زلزله سخته او تر څو شېبو پورې یې دوام درلود.

په جلال‌اباد کې د پژواک خبریال یوسف ظریفي وایي، د زلزلې سختو ټکنانونو خلک له خواږه خوبه راویښ کړل او له خپلو کورونو بهر ووتل.

د لایق سمون په نوم یوه کس فيسبوک کې لیکلي چې په کونړ کې د زلزلې د سختو ټکانونو ترڅنګ یو ډول جیګ غږ هم ورسره همهاله واورېدل شو.

تر اوسه له زلزلې د اوښتونو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

بلخوا د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې په همدې وخت کې په پلازمېنه اسلام‌اباد، پېښور او ځینو نورو ښارونو کې د زلزلې سخت ټکانونه حس شوي دي.

د یادونې ده، د روان لمریز کال د چنګاښ په څلورمه نېټه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۱۵۰ کسان مړه او تر ۳۰۰۰ زیات ژوبل شول. دغه راز زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي وو.

Visits: 129

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.