اټلانټا (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، په هېواد کې یې مسلمانان په کلتوري، اقتصادي او ساینسي برخو کې د مرستې لپاره لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او له خدماتو یې انکار نه شي کېدای.
د امریکا غږ د راپور له مخې، بایډن دغه څرګندونې د شمالي امریکا د مسلمانانو ټولنې (اسنا) د ۵۹ کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپل یوه پیغام کې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «امریکایي مسلمانان د کډوالو د ځای پر ځای کولو او له لوږې او جګړو ځپلو او اړمنو ټولنو سره د مرستې لپاره په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.»
ولسمشر بایډن په خپل دغه پیغام کې هم لیکلي، په دې کې هیڅ شک نه لري چې د امریکا مسلمانه ټولنه به نور پرمختګ او مثبتې مرستې به وکړي چې ورسره به زموږ ملت نور هم پیاوړی شي.
هغه په دغه پیغام کې د قرانکریم هغه ایت ته هم اشاره وکړه چې پکې راغلي: «موږ ستاسو قومونه او قبېلې ستاسو د پېژنګلو لپاره جوړ کړي دي.»
بایډن زیاته کړه، د اسنا مشران او ډېر نور مسلمان امریکایان چې په ټولو برخو کې په خدماتو بوخت دي، له دوی سره د یووالي، پیوستون او پیاوړتیا په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
هغه زیاته کړې: «زه امید لرم چې موږ به په ټول ملک کې له اسنا او نورو مسلمان امریکایانو سره کار جاري ساتو چې ستاسو له لارښوونو سره د ګډ انسانیت خدمت وکړو او فاصلې ختمې کړو.»
ولسمشر بایډن په خپل پیغام کې وړاندې ویلي: «سږ کال د اسنا غونډې موضوع پیاوړتیا، امید او پر دې یقین چې له هر سخت وخت نه پس اساني راځي، د امریکايي ګډو ارزښتونو اهمیت په ډاګه کوي چې زموږ باور او د خپل کار او کورونو لپاره زموږ ژمنې نوری پیاوړې کوي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP