ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بایډن: امریکايي مسلمانان په کلتوري، اقتصادي او ساینسي پرمختګونو کې مهم رول لوبوي

بایډن: امریکايي مسلمانان په کلتوري، اقتصادي او ساینسي پرمختګونو کې مهم رول لوبوي

author avatar
5 Sep 2022 - 02:33
بایډن: امریکايي مسلمانان په کلتوري، اقتصادي او ساینسي پرمختګونو کې مهم رول لوبوي
author avatar
5 Sep 2022 - 02:33

اټلانټا (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، په هېواد کې یې مسلمانان په کلتوري، اقتصادي او ساینسي برخو کې د مرستې لپاره لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او له خدماتو یې انکار نه شي کېدای.

د امریکا غږ د راپور له مخې، بایډن دغه څرګندونې د شمالي امریکا د مسلمانانو ټولنې (اسنا) د ۵۹ کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپل یوه پیغام کې کړې دي.

هغه زیاته کړې: «امریکایي مسلمانان د کډوالو د ځای پر ځای کولو او له لوږې او جګړو ځپلو او اړمنو ټولنو سره د مرستې لپاره په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.»

ولسمشر بایډن په خپل دغه پیغام کې هم لیکلي، په دې کې هیڅ شک نه لري چې د امریکا مسلمانه ټولنه به نور پرمختګ  او مثبتې مرستې به وکړي چې ورسره به زموږ ملت نور هم پیاوړی شي.

هغه په دغه پیغام کې د قران‌کریم هغه ایت ته هم اشاره وکړه چې پکې راغلي: «موږ ستاسو قومونه او قبېلې ستاسو د پېژنګلو لپاره جوړ کړي دي.»

بایډن زیاته کړه، د اسنا مشران او ډېر نور مسلمان امریکایان چې په ټولو برخو کې په خدماتو بوخت دي، له دوی سره د یووالي، پیوستون او پیاوړتیا په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

هغه زیاته کړې: «زه امید لرم چې موږ به په ټول ملک کې له اسنا او نورو مسلمان امریکایانو سره کار جاري ساتو چې ستاسو له لارښوونو سره د ګډ انسانیت خدمت وکړو او فاصلې ختمې کړو.»

ولسمشر بایډن په خپل پیغام کې وړاندې ویلي: «سږ کال د اسنا غونډې موضوع پیاوړتیا، امید او پر دې یقین چې له هر سخت وخت نه پس اساني راځي، د امریکايي ګډو ارزښتونو اهمیت په ډاګه کوي چې زموږ باور او د خپل کار او کورونو لپاره زموږ ژمنې نوری پیاوړې کوي.»

Visits: 313

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.