Language

حماس ډلې اسراییل ته د جاسوسۍ په تور دوه کسان اعدام کړي

اټلانټا (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د حماس واکمنې ډلې د فلسطین په غزه ښار کې  دوه کسان اسراییل ته د جاسوسۍ او درې نور د قتل په جرم اعدام کړي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې حماس په غزه کې په دې تور خلک اعداموي.

د حماس ډلې د وږي په ۱۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «د یکشنبې په سهار دوه کسان له اسراییل سره په همکارۍ او درې نور د جنايي قضیې له کبله اعدام شول.»

سرچینې زیاته کړې، تورنو کسانو ته پوره حق ورکړل شوی و چې له ځانه دفاع وکړي. د حماس د کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو مخفف نومونه او د زېږېدو نېټې اعلان کړې او نور معلومات یې نه دي‌ خپاره کړي.

login or register a new account.