Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له کابل ښاره تر اوسه  ۳۰۴۸ سوالګر ټول شوي

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، د سوالګرو د راټولولو کمېټې د روان کال د وږي تر ۱۲مې د کابل ښار له مختلفو سیمو ۳۰۴۸ سوالګر راټول کړي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر نن (د وږي ۱۳مه) په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې د راټولو شوو سوالګرو له ډلې ۲۱۰۹ یې ښځې دي چې له ارزونې وروسته ۶۲۹ کسان مستحق او ۱۴۸۰ نور یې حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.

په ټویټ کې راغلي، د راټولو شوو سوالګرو له ډلې ۲۸۳ یې نارینه دي چې له ارزونې وروسته ۶۰ یې مستحق او ۲۲۳ نور یې حرفوي سوالګر دي.

سرچینې زیاته کړې، په یادو سوالګرو کې ۶۵۶ ماشومان هم شامل دي چې ۲۶۹ یې مستحق او ۳۷۰ نور یې حرفوي سوالګر دي.

دغه‌راز ۱۷ بې سرپرسته ماشومان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د زده‌کړې مرکزونو ته استول شوي دي.

د سرچینې په خبره، ټول مستحق پېژندل شوي سوالګر د سرې میاشتې دفتر ته استول شوي او مسوولو بنسټونو لازمې مرستې ورسره کړې دي.

د یادونې ده چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د زمري په ۱۷مه، اعلان وکړ چې د یو شمېر نورو بنسټونو په مرسته له کابل ښاره د سوالګرو راټولولو او د هغوی د ستونزو هوارولو لړۍ پیلوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.