ګرديز (پژواک، ١٤ وږى ١٤٠١): د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ پرانېستل شوي دي.
د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې له څو ورځو راهيسې له شپږم ټولګې څخه تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پرمخ پرانېستل شوي او په نورمال ډول په کې زده کړې کوي.
هغه وايي، دغه ښوونځي د پوهنې وزارت او اړوندې ادارې په غوښتنه نه بلکې د ښوونځيو د مديرانو او خلکو له ډېر ټينګار وروسته پيل شوي دي.
خالقيار زياتوي چې ټولو ښځينه زدکوونکو ته د حجاب او نورو اسلامي کړنو په اړه لارښوونې شوې دي.
دده په خبره تراوسه معلومه نه ده چې د اړوندې موضوع په اړه به د پوهنې وزارت اقدام څه وي.
دغه راز د پکتيا د مرکز ګرديز د نسوان شهري لېسې د لسم تولګي زده کوونکې آسما حيدري پژواک ته وويل: ((زمونږ لپاره ډيره د خوشحالۍ خبره ده چې تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي پرانېستل شول او څو ورځې کيږي چې ډېرې نجونې ښوونځيو ته ځي.))
دې هم وويل چې د ښوونځيو د مديرانو او د زده کوونکو د والدينو په هلو ځلو دغه ښوونځي پرانېستل شوي دي.
هغې هيله وښوده چې په ټول هېواد د نجونو پرمخ ښوونځي پرانېستل شي.
د يادونې وړ ده چې له تېر يو کال راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي او د پوهنې وزارت په دې اړه ويلي چې د نجونو د ښوونځيو په برخه کې پر يوې طرحې کار روان دى.
Views: 475
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن