پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستلو طرحه لا هم بشپړه شوې نه ده
د پوهنې وزارت مسوولینو «ملت ته د حکومت د حساب ورکولو» په مراسمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه وویل، د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو طرحه لا هم بشپړه شوې نه ده.













