ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت د نجونو د تعلیمي لړۍ پیلېدو موضوع بې بنسټه وبلله

پوهنې وزارت د نجونو د تعلیمي لړۍ پیلېدو موضوع بې بنسټه وبلله

author avatar
24 Sep 2021 - 09:43
پوهنې وزارت د نجونو د تعلیمي لړۍ پیلېدو موضوع بې بنسټه وبلله
author avatar
24 Sep 2021 - 09:43

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۰): د پوهنې وزارت د نجونو د تعلیمي لړۍ د پیلېدو موضوع بې بنسټه بولي او وايي چې د نجونو ښوونځيو د بیا پرانیستلو په طرحه کار روان دی.

په ټولنيزو رسنيو کې له تېرې ورځې راهيسې داسې مطالب خپاره شوي چې په کې راغلي، د شنبې په ورځ (سبا) د نجونو ښوونځي پیليږي.

خو نن (جمعه) د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “هغه خبرونه چې د ښځینه زده کوونکو د تعلیمي پروسې د پیل په اړه په ټولنیزو شبکو کې خپریږي؛ د پوهنې وزارت رهبري، ګرانو هېوادوالو او د معارف لویې کورنۍ ته دا اعلان کوي چي دا خبر بي بڼسټه دی او ځیني مخرب او متعصب ذهنیتونه د دې خبر د خپرولو شاته لاس لري.”

سرچِنه زياتوي، د پوهنې وزارت تر اوسه د نجونو ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پیل په اړه پرېکړه نه ده کړې او د هغوی د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په طرحه کار روان دی، چې پایلې به یې وروسته له هېوادوالو سره د پوهنې وزارت د رسمي وېبپاڼې له لارې شریکې شي.

سرچينه کاږي، د پوهنې وزارت مشرتابه دا هیله لري چي ټول هېوادوال د مسوول ښاریانو په توګه د خلکو ذهني ارامتیا خپله دنده وګڼي او د بي بڼسټو خبرونو او اوازو له خپرولو څخه ډډه وکړي.

له هغه مهاله (د زمري ۲۴مه) چې طالبان پر کابل واکمن شوي، په هېواد کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي، خو وروسته د هلکانو دولتي او خصوصي ښوونځيو او خصوصي پوهنتونونو ته د پرانیستلو اجازه ورکړل شوه، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او هم دولتي پوهنتونونه لا نه دي پرانیستل شوي.

له بلې خوا نړیوالې ټولنې طالبانو ته سپارښتنه کړې چې د ښځو ټولو حقونو ته درناوی وکړي او نجونو ته دې د زده کړې زمينه برابره کړي.

 

Visits: 2389

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.