ژبه

کرزي د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو په اړه د علماوو د غوښتنې هرکلی کړی

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو پرانیستو په اړه د ځینو علماوو د ناستې هرکلی کړی دی.

دغه مطلب د پخواني ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلی دی.

سرچینې لیکلي چې حامد کرزی د هېواد پرمختګ د نجونو او هلکانو له تعلیم سره تړلی بولي.

هغه له سرپرست حکومته غوښتنه کړې چې د افغانستان د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي او هر څو ژر چې کېږي، د نجونو پر مخ دې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ښوونیز کال د روانې وري میاشتې په درېیمه پیل شوی خو د نجونو ښوونځي تر دویم امر پورې ځنډېدلي دي.