Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې ځانمرګی برید؛ د روسیې سفارت دوو کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي

لومړى تعقيب/ کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وايي چې د روسيې سفارت مخې ته ځانمرګي بريد کې د دغه سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

دغه پېښه نن له غرمې مخکې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسيې سفارت مخې ته وشوه.

د کابل امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي: «نن غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسیې له سفارت سره نږدې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دغلته په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو خپلې موخې ته له رسېدو مخکې امنیتي ځواکونو په نښه کړی او چاودنه رامنځته شوې ده.»

دی زياتوي چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړو او د روسيې سفارت دوو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د ده په وينا، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

دغه راز د روسيې دولتي اژانس سپوټنيک د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له قوله لیکلي چې په ياده پېښه کې د سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

سرچينه وايي چې په وژل شوو کې يو د سفارت دويم منشي شاه‌محمود او بل يې يو امنيتي افسر دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي چې د سفارت د لا خونديتوب په موخه به امنيتي تدابير جدي کړي.

سرچينه زياتوي: «د افغانستان اسلامي امارت د روسیې له فدراتیف سره نږدې اړیکې لري او موږ اجازه نه ورکوو چې د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.»

د ياد بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.