ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونسکو په افغانستان کې ۲۵ زره کسانو ته د اساسي زده‌کړو پروګرام پیلوي

یونسکو په افغانستان کې ۲۵ زره کسانو ته د اساسي زده‌کړو پروګرام پیلوي

author avatar
6 Sep 2022 - 15:08
یونسکو په افغانستان کې ۲۵ زره کسانو ته د اساسي زده‌کړو پروګرام پیلوي
author avatar
6 Sep 2022 - 15:08

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): یونسکو د افغانستان په شلو ولایتونو کې ۲۵ زره کسانو ته د اساسي زده‌کړو پروګرام پلی کوي، بلخوا بیا د افغانستان پوهنې وزارت په هېواد کې ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو او نورو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.

د سپټمبر اتمه په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د یونسکو له خوا د «سواد نړۍواله ورځ» په نوم ثبت شوې او دغه ورځ هر کال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د دې ورځې نمانځنې په مناسبت نن (د سپټمبر شپږمه) په کابل کې غونډه وشوه.

په افغانستان کې د یونسکو مسوولې پاټریشیا مکپلیپس (Patricia McPillips) په دې غونډه کې وویل: «هر کس زده‌کړې کولی شي، څو باسواد شي، مهمه نه ده چې څومره عمر لري او هیڅ وخت د زده‌کړو لپاره ناوخته نه وي.»

هغه وايي چې یونسکو د عامه پوهاوي لوړولو لپاره د افغانستان په شلو ولایتونو کې د اساسي او عمومي زده‎کړو یو پروګرام عملي کوي چې له لارې به یې ۲۵ زره ماشومان، ځوانان او لویان له زده‌کړو برخمن شي.

هغې زیاته کړه چې څلور لسیزې بې‌وزلۍ او بې‌ثباتۍ د افغانستان ښوونیز سیسټم ته زیان رسولی او د نجونو او ښځو په ګډون یې میلیونونه کسان له زده‌کړو بې برخې کړي دي.

نوموړې د سواد نړۍواله ورځ په ټولنه کې د زده‌کړو له لارې بې‌وزلۍ ختمولو په اړه خبرو کولو ته یو فرصت وباله او ویي ویل، اړتیا ده چې د افغانستان د ټولنې، په ځانګړي ډول د نجونو او ماشومانو سواد پیاوړی شي.

هغه زیاتوي: «یو او بل ته په لاس ورکولو او همغږۍ سره باید د هېواد په ټولنیز او اقتصادي حرکت کې فعاله ونډه واخلو او له بې‌سوادۍ سره مبارزه وکړو.»

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړو رییس مولوي ابراهیم عمري په یاده ناسته کې وویل چې د سواد زده‌کړو پروګرام په اړه یې له یونسکو سره لومړنۍ خبرې شوې، خو تر اوسه دا کار نه دی پیل شوی.

ده وویل، یونسکو دغه پروګرام د هېواد په سلو ولسوالیو او ۱۶۶۷ کلیو کې پلان کړی دی.

په غونډه کې د یونسکو د عمومي مشرې اډري ازولي (Audrey Azoulay) پیغام هم ولوستل شو.

په پیغام کې راغلي چې په نړۍ کې د سواد زده کړو په برخه کې د پرمختګونو ترڅنګ اوس هم ۷۷۱ میلیون ځوانان او لویان – چې ۶۰ سلنه یې نجونې او ښځې دي – ان د زده‌کړو له لومړنیو مهارتونو سره هم بلد نه دي.

اډري ازولي وایي: «د کرونا وبا یاده ستونزه لا پسې ډېره کړې، د دې وبا له امله د ښوونځیو تړل او نور خنډونه له زده‌کړو او ښوونځیو لرې پاتې کېدو لامل شوي، خو یونسکو او غړي هېوادونه یې په دې بېړني حالت کې خپلې هڅې دوه چنده کوي، څو پرمختګونه لا پیاوړي شي.»

د هغې په وینا، یونسکو د سواد نړۍوالې ورځې نمانځنې له فرصته په استفادې د پوهنې او نورو برخو پر فعالانو غږ کوي چې د سواد زده‌کړو په برخه کې خپل رول ادا کړي.

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رییس مولوي صدرالدین سعد نننۍ غونډې ته وویل چې «اسلامي امارت» په هېواد کې زده کړو ته ژمن دی او له نړۍوالو ادارو غواړي چې په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې مرستې وکړي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په هېواد کې ماشومان د زده‌کړو لپاره سرپناه نه لري او نړۍوال دې ورته پاملرنه وکړي.

د سعد په وینا، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) په بېلابېلو ولایتونو کې د سواد زده‌کړو په ټولګیو کې د ښوونځیو زده‎کوونکي شامل دي، خو شمېر یې کم دی، نو ځکه خو په کار ده چې تمویلوونکې ادارې دا زمینه برابره کړي چې د دغو ټولګیو سمه څارنه او ارزونه وشي.

Views: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.