ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لیز ټرس د بریتانیا لومړۍ وزیره وټاکل شوه

لیز ټرس د بریتانیا لومړۍ وزیره وټاکل شوه

author avatar
6 Sep 2022 - 01:25
لیز ټرس د بریتانیا لومړۍ وزیره وټاکل شوه
author avatar
6 Sep 2022 - 01:25

اټلانټا (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): د بریتانیا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د محافظه‌کار ګوند مشره لیز ټرس د دغه هېواد لومړۍ وزیره ټاکل شوې ده.

له دې مخکې نوموړې په ګوندي ټاکنو کې تر ټولو ډېرې د ۸۰ زره رایو په اخیستو سره د محافظه‌کار ګوند مشره وټاکل شوه.

د بي‌بي‌‎سي د خبر له  مخې، مېرمن ټرس په ګوند کې دننه تر خپل سیال رشي سونک ډېرې رایې اخیستې او د څه باندې ۸۰۰۰۰ رایو په اخیستو د ټاکنو ګټونکې اعلان شوه.

د رسمي شمېرو له مخې، په یادو ټاکنو ګډون پراخ و، ټولټال ۸۲،۶ سلنه رایې کارول شوې وې چې ۵۷ سلنه مېرمن ټرس اخیستې دي.

ټاکل شوې مېرمن ټرس سبا سې شنبې د بریتانیا د ملکې لیدو ته ورشي او رسماْ د برتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه چارې ور وسپارل شي.

ټرس د پایلو له اعلان وروسته د وینا پر مهال له خپلو پلویانو مننه وکړه، ويې ویل: «ویاړم چې د محافظه‌کار ګوند مشره وټاکل شوم، مننه چې په ما مو باور وکړ او د هېواد مشري مو راوسپارله، ژمنه یم چې په سختو حالاتو کې به زړور اقدامات وکړم.»

لیز په خپلو خبرو کې د بریتانیا د اوسني لومړي وزیر بورېس جانسن د هڅو ستاینه هم وکړه چې د اوکراین په جګړه کې یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې دریځ غوره کړی او په وینا یې له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو پروګرام (برېګزيټ) ته یې د پای ټکی کېښود.

Views: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.