پل علم (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې/ UNDP له خوا د دغه ولایت د مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو د ۲۰ ښوونځیو ۶۰۰ زدهکوونکو او ښوونکو ته له فساد سره د مبارزې په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي دغه پروګرام ۱۵ ورځې دوام وکړ چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې په مالي لګښت د وفا موسسې له خوا ترسره شو.
هغه زیاته کړه: «د پوهنې ریاست په همغږۍ د مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو د ۲۰ ښوونځیو ۶۰۰ زدهکوونکو او ښوونکو ته له فساد سره د مبارزې په اړه پوهاوی ورکړل شو، دغه پروګرام به نورو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځول شي.»
د وفا موسسې یوه روزونکي عبدالحفیظ نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، د پیل شوي پروګرام له لارې په مرکز پل علم، محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې سلګونه ښوونکو او زدهکوونکو ته د فساد د ډولونو، زیانونو او مخنیوي د لارو چارو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
نوموړی وایي، هڅه کوي دغه پروګرام د لوګر نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د مرکز پل علم د عمر فاروق لېسې یوه زدهکوونکي احمد جاوېد پژواک ته وویل، د دغه پروګرام له لارې زدهکوونکو ته د فساد د ډولونو، زیانونو او مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
هغه زیاته کړه، په دغه پروګرام کې سلګونو زدهکوونکو ګډون کړی وو او د پروګرام په پای کې یې پرېکړه وکړه چې په خپلو سیمو کې به د فساد پر ضد مبارزه کوي.
دی وايي: «دا پروګرام ګټور و، د فساد په اړه یې عمومي معلومات راکړل، د فساد د ډولونو، زیانونو او مخنیوي په اړه مو معلومات ترلاسه کړل او په پای کې د قرطاسیې مرسته هم راسره وشوه.»
د جمهوري نظام له سقوط وروسته، دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي لګښت د وفا موسسې له خوا په لوګر کې سلګونه زدهکوونکو ته د فساد په اړه پوهاوی ورکول کېږي.
Views: 85
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن