ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې په تېره یوه میاشت کې سلګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

فراه کې په تېره یوه میاشت کې سلګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

author avatar
7 Sep 2022 - 16:07
فراه کې په تېره یوه میاشت کې سلګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
author avatar
7 Sep 2022 - 16:07

فراه (پژواک، ۱۶وږی ۱۴۰۱): د فراه د عامې روغتيا ریاست وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې ۵۴۰ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د فراه د ولایتي روغتون امر ډاکټر صلاح‌الدین احدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «په تېره یوه میاشت کې مو په خوارځواکۍ اخته۵۴۰ ماشومان بستر کړي دي، له دې جملې ۲۰۶ تنه شدید ناروغان وو او ۷ تنه مړه شوي دي.»

هغه وویل چې ۶۸ ناروغان روغ شوي او پاتې يې لا هم بستر او تر درملنې لاندې دي.

نوموړي دغه‌راز وویل چې په تېرو کلونو کې فراه کې جګړه وه، د لرې سیمو خلکو مرکز ته خپل ناروغان نه راوستل او په وينا يې، ښايي همدا لامل وي چې سږ د روغتون مراجعین د تېر په پرتله ډېر شوي دي.

خو یو شمېر د ناروغانو پایوازان وايي چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او ماشومانو ته مناسب خواړه نه ور رسېږي.

د خاکسفید ولسوالۍ د سلیمان‌اباد کلي اوسېدونکي مومن‌شاه چې خپل زوی یې تازه ولایتي روغتون ته راوستی، پژواک ته وویل: «اقتصادي وضیعت مې ښه نه دی نو ځکه مې ماشوم په خوارځواکۍ اخته شوی دی.»

ده وویل، د ولسوالۍ په کلینیک کې ډاکټرانو ورته ویلي چې زوی یې پر خوراځواکۍ اخته شوی او باید په ولایتي روغتون کې يې بستر کړي.

د یاد ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د شیوان کلي اوسېدونکې نجيبې هم وویل، ماشومه لور يې ولایتي روغتون ته راوستلې، هغه اوس بستر ده او ډاکټرانو ورته ويلي چې ماشومه په خوارځواکۍ اخته شوې ده.

دې وویل: «ډېره غريبه یم، لور مې وږې ده او کور کې مناسب خواړه نه لرو او یوازې زما شيدې خوري، خو دا بسنه نه کوي.»

د فراه د ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې متخصص ډاکټر عبدالله وفايي وویل، خلک لا هم د خوارځواکۍ په اړه سم پوهاوی نه لري او دا په ماشومانو کې د خوارځواکۍ لامل شوی دی.

ده وویل: «غبرګوني ماشومان، د مور لومړنی ماشوم او هغه ماشومان چې له شپږو میاشتو وروسته د مور شېدو ترڅنګ مناسب خواړه نه ورکول کېږي، د نورو ماشومانو په پرتله په خوارځواکۍ ډېر اخته کېږي.»

هغه زیاته کړه، په روغتون کې بستر ماشومانو ته د مناسبو خوړو سپارښتنه کېږي او کله چې له روغتونه رخصت شي، هم لارښوونه ورته کېږي چې د خپلو سیمو کلینیکونو ته ورشي او تر ټاکلې نېټې ورسره د شېدو او نورو خوراکي توکو مرسته کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ولایتي روغتون د ماشومانو څانګه ۴۰ بسترونه لري.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.