Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې کروندګر د پنبې محصولاتو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): په هلمند ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي، د پنبې لپاره يې مناسب بازار نشته او دوی اړ دي چې خپل محصولات په ټيټه بیه وپلوري.

دغه بزګر په داسې حال کې د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار د نشتوالي خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي و، پاکستان د افغانستان د پنبې ۲۰ میلیونه ډالر ګرځولي او په يوه او بله پلمه يې ځنډوي.

هلمند د هېواد په کچه د پنبې لوی تولیدونکی ولایت دی چې محصولات يې پر هېواد سربېره پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته هم صادرېږي.

د یاد ولایت د مارجې ولسوالۍ د قاري صيدي سیمې اوسېدونکي محمدخان  پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنبې لپاره یې اوسمهال هیڅ داسې مناسب بازار نشته چې دوی ترې ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، هر کال چې د دوی د حاصلاتو راټولولو وخت شي، سوداګر يې په ټيټه بيه اخلي او بزګرو ته ګټه نه کوي.

ده وویل :«که حکومت د بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي، له یوې خوا به د بزګرو اقتصاد ښه شي او له بلې خوا به لا ډېر بزګر د پنبې کرلو ته مخه کړي.»

د یاد ولایت د ناوې ولسوالۍ د سرخو دوز سیمې یوه بزګر ولي جان هم پژواک ته وویل، دا چې د پنبې محصولاتو لپاره مناسب بازار نشته، د حاصلاتو راټولولو په وخت کې نرخونه د سوداګرو په واک کې وي، بزګر هم اړ وي چې خپل محصولات د سودا ګرو په خوښه وپلوري.

ده زیاته کړه، په هلمند کې یو من پنبه په ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي چې د بزګر له خوا شوی لګښت هم نشي پوره کولای.

نوموړي وویل: «که حکومت په بست تصدۍ فابريکه کې يې پنبه په لوړه بیه وپېري، یا نړۍوال بازار ورته پيدا کړي، دا به د بزګرو لپاره ښه وي.»

د هلمند ولایت د کرنې ریاست مرستیال مولوي زین‌الله زاهد بیا وویل چې حکومت د پنبې لپاره د مناسب بازار موندلو هڅې پيل کړې دي.

ده وویل: «حکومت هڅه کوي چې د پنبې لپاره مناسب بازار پيدا کړي، هم د بست تصدۍ چمتو ده چې پنبه وپېري.»

هغه زیاته کړه چې په هلمند کې د پنبې کروندو په اړه دقیقه سروې نشته، خو په وینا يې چې زرګونه هکټاره ځمکه کې پنبه کرل کېږي او سږ کال يې د تېر په پرتله کرکیله ډېره شوې هم ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.